1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: ايران او امريکا تاريخي چانس لري

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۹, جمعه

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر باراک اوباما وايي چي د واشنګټن او تهران د اړيکو د ښه کولو له پاره يو تاريخي چانس سته. هغه د ايران په اټومي لانجه کي د ډپلوماسۍ لاري ته ژمنتيا تکرار کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EuL3
انځور: AP

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په ايران کي د نوي کال په مناسبت د ايران مشرتابه او ولس ته پيغام لېږلی دی. اوباما په خپل دغه ويډيويي پېغام کي ايرانيانو ته د نوي کال مبارکي ويلې ده. د هغه د دغه ويډيويي پيغام د انځور په لاندي برخه کي د پيغام فارسي ترجمه هم تيريږي.

اوباما ويلي: «زه فکر کوم چي زموږ ملتونه يو تاريخي امکان لري چي دغه موضوع په سوله يزه توګه سره حل کړي. دا داسي يو امکان دی چي بايد له لاسه ور نه کړل سي.»

د اوباما مقصد د ايران د اټومي پروګرام په تړاو په سويس کي د ايران، آلمان او ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وېټو حق لرونکو هيوادونو تر منځ رواني خبري اتري دي.

د نظر اختلافات پر ځای پاته دی

اوباما زياته کړې ده چي «دغه چانس ښايي بيا داسي ژر تکرار نه سي.» هغه وويل چي له ايران سره د دغه هيواد د اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو کي پرمختګونه سوي دي خو د نظر يو څه اختلافات لا هم پر ځای پاته دي.

د نوي کال په هکله اوباما ويلي چي له څو لسيزو راهيسي په لومړي وار د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو له پاره ښه چانس برابر سوی دی.

د امريکا ولسمشر خبرداری ورکړی دی چي راتلونکي ورځي او اونۍ ډيري مهمي دي. د هغه په وينا د ايران مشرتابه له دوو لارو يوه انتخابوي. لومړۍ لار د ايران د لا منزوي کېدو او د بنديزونو پر ځای پاتېدو او بله لاره د لا زيات تجارت او پانګوني لامل ګرځي.

لوېديځه هيوادونه پر ايران تور لګوي چي د ملکي اټومي انرژۍ په پلمه په اصل کي د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي. خو ايران دغه تورونه نه مني او وايي چي د اټومي انرژۍ استعمال يې حق دی. د همدغي لانجې له کبله له څو کلونو راهيسي ايران له نړيوالو بنديزونو سره مخامخ دی.

د مارچ تر پايه پوري تړون

د ايران د اټومي لانجې د هوارۍ له پاره په سويس کي د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو، آلمان او ايران تر منځ خبري اتري ادامه لري.

مرکچيان غواړي چي د رواني مېلادي مياشتي مارچ تر آخره پوري د دغي لانجې د هوارولو له پاره د يو تړون پر چوکاټ تفاهم ته سره ورسيږي. په پام کي ده چي د تړون پر جزياتو به د روان مېلادي کال تر جون مياشتي پوري تفاهم وسي.

اوباما، ايران ته په خپل پيغام کي ويلي دي، چي دی هيله من دی چي رواني خبري اتري به د دواړو هيوادونو له پاره د ښه راتلونکي په مقصد پر مخ ولاړي سي.

د اوباما په وينا په امريکا او نورو هيوادونو کي داسي کسان سته چي «ډپلوماتيک حل ردوي» خو څوک يې بايد له کبله د جوړجاړي له پاره خپلي هلي ځلي ونه دروي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب