1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما ایشټن کارتر د دفاع د نوي وزير په توګه ونوماوه

شمس الرحمن ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل تر استعفا وروسته ولسمشر بارک اوباما د دې مهم پوست له پاره د دفاعي چارو کارپوه ایشټن کارتر انتخاب کړی دی. نوموړی تر اوسه د دغه وزارت معين ؤ.

https://p.dw.com/p/1E07t
انځور: picture-alliance/AP Photo/Susan Walsh

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خوا نومول شوی نوی د دفاع وزیر ایشټن کارتر باید د کانگرس له خوا د تائید وړ وگرځي. کارتر د امریکا د متحده ایالاتو له یولسو مختلفو وزیرانو سره د کارکولو تجربه لري. نوموړی اوس هم د امریکا متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې د مرستیال په توگه دنده ترسره کوي.

په دې توگه کارتر د متحده ایالاتو د دفاع وزرات اړتیاوې له نږدې څخه لیدلي دي او پر هغې د پوهیدلو له پاره یې کافي وخت درلودلی دی. د کارپوهانو په اند د دفاع نوی وزیر به د افغانستان او منځني ختیځ د روانو کړکیچونو تر څنگ د دفاع وزارت په بودجه کې د رامنځته شوي کسر له ستونزو سره هم مخامخ وي.

ایشټن کارتر چې ۶۰ کلن دی د خپلې نوې دندې د قبلولو پر مهال وویل چې هغه به د ولسمشر د توقع سره سم د خپلو مسئولیتونو د ادا کولو پوره کوښښ وکړي. نوموړي زیاته کړه چې هغه به د دندې تر سمبالولو وروسته په پوره امانت دارۍ سره د خپل هیواد د ستراتیژیکو اړتیاو په پام کې نیولو سره داسې مشورې ورکړي چې په ځانگړي توگه د امریکا متحده ایالاتو له پاره به گټور ثابت شي.

کانګريس بايد کارتر تائيد کړي

تمه کیږي چې د امریکا کانگرس به د نوي دفاع وزیر د تائید مرحله د راتلونکي کال په اوائلو کې بشپړه کړي.
ایشټن کارتر به د کانگرس څخه د اعتماد رای ترلاسه کولو وروسته د دفاع وزارت چارې سمبالوي. داسې ویل کیږي چې چاک هیگل د ټیټې کچې په یو شمیر محفلونو کې د سوريې او عراق په هکله د اوباما پر ستراتیژۍ نیوکه کړی وه.

د هیگل په خبره د سوریې او عراق په هکله دفاعي پالیسي به، پرته د ده له مشورې څخه د سپينې ماڼۍ په خوښه جوړیده. هیگل له سپينې ماڼۍ سره سوړ ارتباط له امله په هغه محفل کې هم گډون ونه کړ چې د نوي دفاع وزیر د نومولو په موخه جوړ شوی وو. خو نوموړي په یوه وینا کې د دفاع وزارت له پاره د ایشټن کارتر نومول وستایه.

که ایشټن کارتر له کانگرس څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي نو هغه به د اوباما د واکمنې پر موده کې د دفاع څلورم وزیر وي چې مقریږي. نوموړی باید د وسلو د خریدارۍ په برخه کې د اصلاحاتو د پروگرام په پام کې نیولو سره د پوځ د صلاحیتونو په خپل حال د ساتلو پالیسې پر مخ بوزي. د پینټاگون له پاره د وسلو د خریدارۍ څانگي مسئول فرینک کینډل په خبره د کارتر له پاره به تر ټولو مهمه دا وي چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې کانگرس په دې قانع کړي چې د دفاعي بودجي په برخه کې لگول شوی بندیز لیري کړي. د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس به د جنورۍ په میاشت کې د کارتر د مقررۍ پر موضوع بحث وکړي.