اوباما: بشارالاسد به د خپلو کړنو جواب وايي
۱۳۹۱ آذر ۱۴, سهشنبهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ته خبرداری ورکړی دی، چي د هرډول کیمیاوي وسلو استعمال د زغملو نه دی. ده وویل چي دې ته به اجازه ورنه کول سي چي۲۱ پېړۍ د تیري په شان د خرابو وسلو تر سیوري لاندي راسي. اوباما زياته کړې ده، چي د امريکا متحده ايالات به بیا هم د سوريې د اولس د علاقه مندیو ملاتړ وکړي، او له اپوزیسيون سره به مرسته وکړي، چي د اسد له رژیم پرته یوه ټولنه جوړه کړي. ملګروملتو په دې ترڅ کي په سوريه کي د تشدد د زیاتیدو له کبله خپل ماموریت ځنډولی دی.