1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په افغانستان کې پخوانۍ موخې تعقیبوي

میرویس جلالزی۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي دي چې اوباما به په خپله دویمه دوره کې هم د ‏افغانستان له پاره خپل پخواني ټاکل شوي هدفونه تعقیب کړي. هغه زیاته کړې ده چې اوباما په دې باور دی چې افغانان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.‏

https://p.dw.com/p/16e5C
انځور: DW

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز کننگهام د دویم ځل له پاره د امریکا د ‏ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کیدو وروسته د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري ‏کنفرانس کې چې په کابل کې د امریکا په سفارت جوړ شوی وو څرګند شو.‏

په کابل کې د امریکا سفیر په یوه لنډ بیان کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر ‏دوام باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ولسمشر اوباما به هغه موخې چې د ۲۰۰۸ کال ‏په ټاکنو کې یې ټاکلې وې تعقیب کړي. له افغانستان څخه د امریکايي جنګي ځواکونو ایستل ‏او افغان ځواکونو ته د لا ډیرو امنیتي مسوولیتونو سپارل په افغانستان کې د امریکا له مهمو ‏لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.‏

ښاغلي کننگهام په دغه خبري ناسته کې وویل چې متحده ایالاتو په افغانستان کې ډیرې ‏قربانۍ ورکړې دي او پرې به نږدي چې دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو لاس ته ولویږي ‏او په تیرو لسو کلونو کې شوي مهم پرمختګونه تر پښو لاندې کړي.‏

هغه وویل: «امریکایانو په افغانستان کې ډيرې قربانۍ ورکړې دي او له دغه هیواد سره یې ‏ډیرې مرستې کړې دي. ولسمشر بارک اوباما له افغانانو سره زموږ دومداره او ستراتیژیک ‏مشارکت ته ژمن دی.»‏

جیمز کننگهام زیاته کړه: «ولسمشر اوباما به په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د ‏ښې، باثباته او آرامه راتلونکې له پاره د مشارکت په برخه کې خپل رهبري کوونکي رول ‏ته ادامه ورکوي. دا هغه راتلونکې ده چې افغانان یې د خپل ځان او خپلو ماشومانو له پاره ‏غواړي.»‏

په کابل کې د امریکا سفیر همدا راز وویل چې بارک اوباما په دې باور لري چې افغانستان ‏په یوازي سر پرمختګ نه شي کولای او په دغه لار کې د خپلو نړیوالو متحدینو په خاصه ‏توګه د امریکا همکارۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «افغانستان په یوازيتوب نه شي ‏کولای په خپلو پښو ودریږي. دا مهمه نه ده چې موږ د یوه ملت په توګه له څه ډول ‏ګواښونو سره مخ یو، ولي مهمه دا ده چې مونږ په خپلو چارو کې د ټولو امریکایانو نظرونه ‏په پام کې ونیسو او په ډیره ښه توګه او په پوره انرژۍ سره پر مخ ولاړ شو.»‏

د دموکرات د ګوند غړی بارک اوباما په داسې حال کې یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر په ‏توګه ټاکل کیږي چې په خپلې تیرې څلور کلنې دورې کې یې د ولسمشر حامد کرزي له ‏حکومت سره د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په پرتله یو څه سړې اړیکې لرلې.‏