1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما بيا ولسمشرۍ ته کانديد سو

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د متحده ايالاتو ديموکراتانو د نومبر د مياشتي د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره واکمن ولسمشر بارک اوباما يوځل بيا کانديد کړ.

https://p.dw.com/p/164E6
انځور: Reuters

د متحده ايالاتو د ديموکرات ګوند په ستره غونډه کي، چي په نارد کارولاينا کي جوړه شوې وه پخواني ولسمشر بيل کلينتن په خپله وينا کي د ګوند استازو ته وويل چي ولي امريکايان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د اوباما او د جمهوري غوښتونکو د نوماند، ميت رومني، ترمنځ له يوه مهم انتخاب سره مخامخ دي.

کلينتن د اوباما د تيرو څلور کلونو د ولسمشرۍ کارونو ستاينه او ملاتړ وکړ. هغه وويل، اوباما په عامه سکتور او بنسټيزو تأسيساتو، علم او تخنيک ، ښوونه او روزنه کي پانګوني وکړې، په داسي حال کي چي د هغه نوي سيال، ميت رومني چي د مسيچوسيتس پخواني گورنر دئ، ډير د شتمنو خلکو او آزاد بازار په هکله فکر کوي، او غواړي چي له دې لاري د امريکا اقتصاد رکود مات کړي.

کلينتن د اوباما بهرني او کورني محبوبيت ته اشاره وکړه: «زه غواړم هغه يو سړی کانديد کړم چي د هيواد دباندي ئې ډير درناوی کيږي او د امريکا په دننه کي پر ټولو ګران دئ. ايا نن هغه ځای ته رسېدلي يو چي غواړو ورسيږو؟ زه وايم چي نه! ايا ولسشمر راضي دئ؟  ښکاره ده چي نه! خو ايا له هغه ورځي راهیسي چي اوباما ولسشمر دئ، زموږ په وضعيت کي بدلون راغلی دئ؟ ښکاره ده چي هو!»

کلينتن د جمهوري غوښتونکو نيوکو ته په جواب کي وويل، چي اوباما د يو معتدل اقتصاد بنسټ کښېښود او په ميليونونو نوي کارونه ئې رامنځته کړل. د متحده ايالاتو د ولسشمري د ټاکنو غټه موضوع په دې هيواد کي بېکاري ده. د بېکارۍ کچه ۱۲،۸ ميليونو ته رسيږي، اقتصاد رکود لا تراوسه په سمه توګه خوځښت نه دئ موندلی.

Michelle Obama Forbes Liste
انځور: picture-alliance/dpa

تيره اوونۍ د جمهوري غوښتونکو کانديد، ميت رومني چي يو پخوانی متشبث پانګوال دئ او په خصوصي سکتور کي ډيره زياته تجربه لري، پر ولسمشر بارک اوباما نيوکه وکړه چي هغه څلور کاله دمخه خلکو ته د بدلون ژمني ورکړي وې، خو ددې بدلون« نخښه نښانه» چا ونه ليدله. رومني وويل چي اوباما د اقتصاد په رغولو کي تجربه نه لري.

خو پخواني ديموکرات ولسمشر بيل کلينتن  پرون د رومني دا ډول بريدونو ته په ځواب کي وويل چي اوباما ته د امريکا يو ډير ناخوال اقتصادي وضعيت د جورج ډبيلو بوش له زمانې څخه په ميراث پاته شو. هغه مجبوره شو چي دغه وضعيت ته بدلون ورکړي چي ور ئې هم کړ:

«کله چي په دې ټاکنو کي رايي ورکوو، بايد تصميم ونيسو چي غواړو په يو څه ډول هيواد کي ژوند وکړو. که چيري تاسي غواړي چي يوازي يوه ډله ګټونکي وي او يوازي يوه ډله په ټولنه کي سوکاله وي، نو جمهوري غوښتونکي وټاکئ. خو که چيري غواړی چي هغه هيواد ولری چي ټول پکښې برخه ولري او ټول پکښې مسئوليت ولري او ټول له سوکاليو څخه برخه من وي، نو راځئ چي بارک اوباما او جو بايدن ته رايه ورکو.»

د بيل کلينتن تر وينا دمخه د اوباما مېرمني، ميشل اوباما په يوه زړه پوري وينا کي چي د خپل کورني ژوند کيسه ئې بيان کړه، ديموکرتانو ته وويل چي د هغې د ژوند شريک، اوباما د امريکايي ټولني له منځ څخه راپورته شوی دئ او هغه د منځنۍ طبقې د ژوند د ښه کلو له پاره مبارزه کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل