1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: تر اړتيا زياتي اټومي وسلې لرو

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه

د جنوبي کوريا په پلازمېنه، سيول کي د هستوي امنيت په نړيواله غونډه کي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، له شمالي کوريا او ايران سره د اټومي شخړي د سوله ييز او ديپلوماتيک حل غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/14SBI
انځور: Reuters

د ترهګرو لاس ته د هستوي وسلو د لويديو مخنيوي د دغي غوڼدي مهمه موضوع جوړوي

اوباما نن شمالي کوريا ته خبرداری ورکړ، چي د هستوي او توغندويي آزموينو له لاري لمسوني به هغوی نورهم تجريد کړي او د نړيوالي ټولني له غندني سره به مخامخ شي.

د سرمشريزي دمخه اوباما د سيول په يوه پوهنتون کي محصلانو ته په وينا کي وويل:«شمالي کوريا ته اوس لازمه دا ده چي يوه سوله ييز لاره غوره کړي او خپلو خلکو ته د سوکاله ژوند شرايطو برابرولو له پاره هڅه وکړي.»

اوباما زياته کړه:«زه د شمالي کوريا مشرانو ته په مستقيمه توګه وايم: امريکا ستاسو له هيواد سره دښمني نه لري. موږ سولي ته ژمن يو.»

اوباما په خپله وينا کي د جنوبي کوريا چي له اقتصادي لحاظه يو ډير پرمختللی هيواد دئ او شمالي کوريا چي ولس ئې په فقر او بي وزلۍ کي شپې او ورځي تيروي، خو سخت په وسلو سمبال هيواد دئ، ترمنځ پر توپيرونو باندي خبري وکړې.

د سيول په دغه سرمشريزه کي چي د نړۍ د ۵۳ هيوادونو د دولتونو او حکومتونو، مشران او استازي ګډون کوي تر زياتي کچي به د ايران پر اټومي پروګرام باندي خبري وشي.

بارک اوباما او د جنوبي کوريا مشر لی مونگ بک شاکي
بارک اوباما او د جنوبي کوريا مشر لی مونگ بک شاکيانځور: dapd

لويديځ هيوادونه تهران په دې تورنوي چي د هستوي وسلو د جوړولو تلاښ کوي. خو ايران وايي چي اټومي پروګرام ئې يوازي ملکي هدفونه تعقيبوي.

روسيه او چين چي مشران ئې د سيول په غونده کي ګدون لري د ايران پر ضد د اقتصادي بنديزونو مخالفت کوي.

د هستوي تروريزم مخنيوی

د نړۍ مشران په دغه غونډه کي د اتومي حملو پرمخنيوي ږغيږي. خو ددې وسلو د مخنيوي په لار کي غټه ستونزه دا ده چي په نړۍ کي څومره هستوي مواد شته او د چا په اختيار کي دي؟

د متحده ايالاتو ولسمشر اوباما د اټومي وسلو د کمولو وړانديز کړی دئ. ويل شوي دي چي پر دې موضوع باندي به هغه د روسيې له منتخب ولسمشر ولادمير پوتين سره د می په مياشت کي د G8 په سرمشريزه کي خبري وکړي:

«موږ ترهغه ډيري اټومي وسلې لرو چي اړتيا ئې ليدله کيږي.د START نومي نوي تړون سره سره موږ شاوخوا ۱۵۰۰هستوي وسلې او څه ناڅه ۵۰۰۰ هستوي سرګلولې لرو.»

د سيول په دغه دوه ورځنۍ سرمشريزه کي د نړۍ مشران پردې باندي خبري کوي چي څه بايد وشي چي اټومي وسلې د ترهګرو او سازمان شوو جنايي ډلو لاس ته ونه لويږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نحيب الله زیارمل