1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرګوني لیک د استولو په تور یو تن ونیول شو

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۲ فروردین ۲۹, پنجشنبه

امریکایي چارواکو ویلي دي چې یو تن یې ولسمشر اوباما ته د مرګوني لیک د استولو په تور چې پکې «ریسین» زهر ځای پر ځای شوي ول، نیولی دی. نیول شوی کس پاول کیوین کورتیس نومیږي او د میسي سي پي ایالات اوسیدونکی دی.

https://p.dw.com/p/18IOy
1447007 USA, Washington. 04/16/2013 The territory around the White House is cordoned off. Access to the White House was restricted following explosions in Boston. Ekaterina Chesnokova/RIA Novosti
USA Weisses Hausانځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ دا خبره تائید کړه چې د دې هیواد فدرالي مامورینو (FBI) یو ۴۵ کلن شکمن کس په ميسي سي پې کې په خپل کور کې نیولی دی.

دې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل: «نن د ماښام د ۵:۱۵ [سیمه ییز وخت] په شاوخوا کې د FBI ځانګړو مامورینو پاول کیوین کورتیس ونیوه.» ویل کیږي چې دغه وګړي ولسمشر اوباما او د جمهوري غوښتونکو يوه سناتور ته داسې لیکونه استولي ول چې پکې «ریسین» ډوله زهری مواد ځای پر ځای شويٍ ول.

دغه خبر تر هغه وروسته خپور شو چې د امریکا مخفي استختباراتو اعلان وکړ چې داسې یو لیک یې موندلی دی چې پکې «ریسین» ځای پر ځای شوي ول او د ولسمشر اوباما په ادرس استول شوی وو. په همدې ورځ یو بل لیک هم موندل شوی وو چې پکې دغه ډول زهر ځای پر ځای شوي ول او یوه امریکایي سناتور ته استول شوی وو.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي دي چې دواړه لیکونه د یوه کس له خوا لاسلیک شوي او استول شوي دي. د امریکا ولسمشر او یوه سناتور ته د زهر لرونکو لیکونو استول او تر هغه یوه ورځ دمخه د دغه هيواد په بوستن کې د دوو بمونو چاودل په متحده ایالاتو کې یو ډول عمومي اندیښنې رامنځ ته کړي دي. FBI ویلي دي چې تر اوسه پوري د دغو دوو پېښو تر منځ هیڅ ډول ارتباط نه دی لیدل شوی.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته د امریکا کانګریس او پنتاګون ته په «انتراکس» موادو ککړ لیکونه استول شوي ول. تر دې نیټې وروسته، هر هغه لیک چې د امریکا د کانګرس په آدرس استول کیږي، لومړۍ د مسئولو کسانو له خوا پرانیستل کیږي تر څو دا خبره معلومه شي چې دغه لیکونه په کوم ډول زهرجنو موادو ککړ نه دي.

د بوستن په چاودنو کې درې کسان ووژل شول او ۱۷۰ تنه نور ټپیان شول. په دغو چاودنو کې له بخار ديگونو څخه کار اخیستل شوی وو. امریکايي چارواکي لا تراوسه پورې نه دي توانیدلي چې د دغه برید عاملان پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې هغوی د یوه کس انځورونه د بوستن د چاودنو په ارتباط خپاره کړې دي. خو امریکایي چارواکو هغه راپورونه چې وایي هغوی اوس د بوستن د بریدونو په ارتباط له یوه وگړي څخه څیړنې کوي، رد کړي دي.