1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما : جرمني او امريکا ډير ښه مناسبات سره لري

۱۳۸۸ خرداد ۱۵, جمعه

دامريکې دمتحده ايالتونو ولس مشر بارک اوباما داځلي آلمان ته خپل سفر ددريزدن دتاريخي ښار څخه پيل کړۍ، او ددغه لرغوني ښار تاريخي آثار يې وکتل ...

https://p.dw.com/p/I4BC
اوبامااو انګيلا ميرکل د جرمني د درسدن په ښار کښی
اوبامااو انګيلا ميرکل د جرمني د درسدن په ښار کښیانځور: AP

بيا يي په همدې ښار کي دجرمني دلمړۍ وزيري انګيلا مرکل سره ترکتني او خبرو وروسته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي برخه واخيستله . ده وويل ،

« په رښتيا سره داماته ډيره دخوښۍ او خوشالۍ خبره ده چي ددريزدن په ښکلي ښار کي يم . يو ډير ښايسته تاريخي ښار ، چي دآلمان دلمړۍ وزيري انګيلا مرکل دخبرۍ په تايد ، دغه ښار ډيري ترخې او ناخوالي ورځي هم تيري کړي دي، خو اوس دغه ښکلی ښار دراتلونکي دپاره ډير روښانه اميدونه هم لري .»

اوباما دغه خبري ددريزدن دښار په هکله دخپل سفر په پيل کي کوي ، په داسي حال کي چي تر اوسه يې د دغه ښار تاريخي ښايسته ځايونه ټول ندي ليدلي . داچي جرمني ته د اوباما دسفر موده ډيره لنډه ټاکل شوې ده ،منطقي دلايل لري . پرون دی په قاهره کي ؤ،او هلته يې داسلامي نړۍ په نامه يوه ستره تاريخۍ وينا ورکړل .

نن شپه بايد دی فرانسې ته ولاړ سي . او هسي چي اوباما پخپله وايي دا سفر او داپلان د المان او دامريکا دمتحده ايالتونوداړيکو دکيفيت په هکله هيڅ کوم معياري ارزښت نسي لرلای . په داسي حال کي چي دمخه ځيني مطبوعاتي څانګو او خبري رسنيو داسي آوازې خپرې کړي وي چي جرمني ته داوباما دغه سفر ددې مانا لري چي ګواکي اوباما آلمان ،دامريکا دمتحده ايالتونو دملګرو په کتار کي ډير مهم هيواد نه شميري . خو اوباما دغه خبري بيځايه آوازې بولي او وايي چي :

«داخوشي آوازې دي او دواقعيتونو سره هيڅ ډول تړاو نلري . واقعي خبر ه داده چي زمونږ دهيوادونو او حکومتونو ترمنځ اړيکي ډير ښه دوستانه او پر يو بل باندي د پوره اعتماد پر بنسټ ولاړي اړيکي دي . »

او بيا اوباما ددريزدن دښار په مطبوعاتي غونډه کي راغلوخبريالانو ته مخ اړوي او هغوی ته وايي چي ددغه راز آوازو دخپرلو څخه لاس واخلي .

دغه مطبوعاتي کنفرانس چي 40 دقيقې دوام کوي ، دامريکي ولس مشر ټولو پوښتنو ته په حوصلي سره ځوابونه وايي ، خو دلمړۍ وزيري انګيلا مرکل په مقابل کي خپل زيات صميميت او نژدې ملګرتيا څخه کومه خبره نه کوي او ددواړه خواو په خبرو کي دډيرو نژدې دوه اړخيزو علايقو په اړه څه نه ويل کيږي . خو له بله پلوه بيا دواړه خواوي دنړۍ دسياسي حالاتو په اړه پوښتنو ته ، لکه دنژدې ختيځ يا په قاهره کي داوباما وينا ، اونورومسايلو ته ځوابونه وايي .

اوبامااو انګيلا ميرکل په درسدن کښی د مطبوعاتي کنفرانس پر وخت
اوبامااو انګيلا ميرکل په درسدن کښی د مطبوعاتي کنفرانس پر وختانځور: AP

مثلاً دنژدې ختيځ په هکله مرکل وايي چي . «زه په دي عقيده يمه چي دامريکي دمتحده ايالتو نو نوی حکومت او نوی ولس مشر بارک اوباما به په نژدې ختيځ کي دسولي دپروسي دپرمخ بيولو اويا که په احتياط سره وويل سي دسولي دخبرو پروسه به په ښه وجه پرمخ ولاړه شي . داوباما دپرون ورځي وينا په قاهره کي دعربي نړۍ پرمخ ديوه ور پرانستل وه او اوس چي پر څه مسايلو باندي خبري شوي ، بايد دهغه دپرمخ بيولو دپاره نور ګامونه هم واخيستل شي او آلمان به وکولای سي دخپلو تجاربو پر بنأ ددغه ګامونو داخيستلو په لار کي خپله ونډه تر سره کړي .»

دګوانتانامو دبنديانو دموضوع په اړه اوباما وايي چي ، « دآلمان لمړۍ وزيره به پردې موضوع باندي زمونږ سره خبري وکړي . خو موږ له هغې څخه په دې هکله کومه خاصه غوښتنه نده کړې، او دې هم کومه خاصه ژمنه نده راکړې . »

ويرک هويزر / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري