1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما خپل مرستيال و ټاکی

۱۳۸۷ شهریور ۳, یکشنبه

د امريکا د جمهوري رياست لپاره د ډيموکراټ ګوند کانديد، بارک اوباما، په بهرني سياست کي ډيره تجربه لرونکی جوی بايدن،د خپل مرستيال په توګه ټاکلی دی

https://p.dw.com/p/F3va
د ډيموکرات ګوند کانديد بارک اوباما او د هغه مرستيال جوی بايدن
د ډيموکرات ګوند کانديد بارک اوباما او د هغه مرستيال جوی بايدنانځور: AP

بايدن چي پر بوش د نيوکه کونکي په توګه خاص شهرت لري، پر بارک اوباما باندي يې هم نيوکي کړي دي.

بارک اوباما ويلي وه چي، هغه به خپل د مرستيال په هکله لومړی خبري رسنۍ نه، بلکي خپل پلويان د اس ام اس د پيغام په توګه د موبايل ټيلفون د لاري خبر کړي. خو دا خبري رسنۍ وې چي پرون تر ټولو د مخه د اوباما د مرستيال د ټاکلو تصميم يې خپور کړی.

د اوباما په خوښه هغه سړی چي د اوباما مرستیال سي، جوی بايدن، نوميږي.که څه هم له دليور څخه دغه 65 کلن سناتور د اوباما،د سياست سره چي په واشنګټن کي د بدلون او نوي پيل د سياست ناري وهي چندان پلوي نه کوي،خو بايدن، چي په مسلک کي مدافع وکيل دی د 36 کلونو راهيسي د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د جرګې غړی دی.

جوی بايدن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د بارک اوباما لخوا د خپل مرستيال په توګه اعلان سو
جوی بايدن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د بارک اوباما لخوا د خپل مرستيال په توګه اعلان سوانځور: AP

بايدن د هغه توانمندۍ خاوند دی چي بارک اوباما، يې نه لري او هغه دا چي په بهرني سياست کي ډيره تجربه او ډيره غښتلې سياسي ژبه لري. بل هيڅ يوه سناتور د امريکا د متحده ايالاتو پر جمهور رييس بوش، باندي داسي نیوکه نده کړې لکه بایدن، چي کړې ده

بايد وايي:«بالاخره جرآت ولری او خپلي کابينې ته ووايه چي نور دغه مسخره سياست ته خاتمه ورکړي.»

دا هغه چيغي دي چي اوباما غواړي چي په راتلونکو اونيو کي د بايدن، څخه يې واوري. خو دا وار پر بوش نه، بلکي د هغه پر ملګري مک کين باندي.