1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما دافغانستان دپاره پر نوې ستراتيژي باندي سلا مشورې کوی

۱۳۸۸ مهر ۹, پنجشنبه

دامريکې دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما دې پوښتني ته يو ځواب لټوي چي په افغانستان کي دتند لارو طالبانو مقاومت ، چي ورځ په ورځ په دغه هيواد کي پياوړی کيږي ،مات کړي

https://p.dw.com/p/Jvgh
انځور: AP

پر همدې موضوع باندي دتيري چارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کي اوبا ما دخپلو نژدې امنيتي سلاکارونو سره خبري کړي دي .

له ډيري مودي راهيسي دامريکې دمتحده ايالتونو سترو رهبري کونکو پوځي مشرانو داغوښتنه کړې چي بايد ژر تر ژره په افغانستان کي دامريکايي وسله والو ځواکونو په شمير کي زياتوالی راسي ،او که نه ددې خطر موجوددی چي ناټو او امريکايان په افغانستان اوسيمه کي دتند لارو طالبانو دمقاومت دماتولوپه لاره کي پاته راسي .

خو هسي چي لاس انجلس تايمز ليکي ، بايد دامريکې دمتحده ايالتونو دولسمشر مرستيال ، جوبايدن د هغه مشورتي خبرو په ترڅ کي چي په اصطلا دپردو تر شا شوي ، ددې غوښتنه کړې وي چي په افغانستان کي دي دامريکايي عسکرو په شمير کي چي په روان وخت 60000 ته رسيږي ، کموالي راسي .

په دغه پټو مشورتي خبرو کي چي په سپينه ماڼۍ کي دولسمشر بارک اوبا په مشرۍ شوې ، په هغه کي دنورو تر څنګ ددفاعي چارو وزير روبرت ګيتس ، د بهرنيو چارو وزيره هلري کلينتون ، د امريکا داستخباراتي څانګي CIA مشر ليون پانيتا اودامريکې دمتحده ايالتونو لوي درستيز ميښايل مولن هم حاضر و . له کابل څخه په افغانستان کي دامريکي دمتحده ايالتونو او دناتو دپوځي ځواکونواو ناتو لوی نظامي قوماندان جنرال ميک کريستال دانترنيټ له لاري په دغه مشورتي خبرو کي برخه اخيستي وه . داچي په دغه مشورتي خبروکي څه ويل شوي ، ټول دې موافقي ته سره رسيدلي چي په دې اړه بايد څه ونه ويل شي ، ځکه چي د CNN دتلوزيون ديوه خبر له مخي دغه مشورتي خبري لا قطعي نتيجي ته ندي رسيدلي، او لږ تر لږه درې واري نور به هم دغه خبري چي په اصطلا د ستراتيژي دخبروپه نامه يادي شوي ، دوام پيدا کړي .

بارک اوباما
بارک اوباماانځور: AP

ددغه مشورتي خبرو دپيل څخه مخکي ولسمشر بارک اوباما ويلي وه، مخکي له دې چي افغانستان ته دنورو عسکرو دليږلو په هکله کومه پريکړه وکړي بايد څو اونۍ پر موضوع باندي فکر وسي . په لمړي سرکي بايد دافغانستان اوسيمي دپاره يوه نوې ستراتيژي طرحه وړاندي شي اوبيا په افغانستان کي دعسکرو دشمير په هکله .

دتيري سه شنبي په ورځ اوباما يو وار بيا داخبره په ډاګه کړې چي «په افغانستان کي جګړه يوازي دامريکايانو جګړه نده ،بلکي هلته ناټو هم يو ماموريت لري . » دغه خبره اوباما په واشنګتن کي دناتو دلوي منشي اندرز فوګ راسموسن سره دکتني په وخت کي کړيده .

څنګه چي لاس انجلس تايمز ليکي ، دواشنګتن په هغه مشورتي پټو خبرو کي چي په اصطلا دپردو تر شا شوي ، دامريکې دمتحده ايالتونو دولسمشر مرستيال جوبايدن بايد ويلي وي چي په افغانستان کي دي دامريکايي عسکرو په شمير کي کموالي راسي . اودې ته به دومره ډيره اړه نه و ي چي په افغانستان کي دطالبانو پر ضد جګړو ته زور ورکول شي . ددې کار پرځای بايد دپاکستان په سرحدي سيمو کي دالقاعده دنړيوال اسلامي تروريستي سازمان هډي له منځه يوړل شي .

Dpa/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري