1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: دغه ناورينونه بايد پای ومومي

۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/173pc

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د نیوټاون په ښار کې د وژل شوو ماشومانو د غمرازۍ په مراسمو کې په غیر مستقیمه توگه د وسلو پر وړاندي د قواننیو د سختولو خبره کړې ده. اوباما د کنیټکېټ ایالات د نیوټاون په ښار کې وویل: «د امریکا متحده ایالاتو د خپلو کوچنيانو مصونیت په کافي اندازه نه دی تامين کړی او دا کار باید بدلون ومومي.» دا چې په راتلونکي کې دغسې یو عمل تکرار نه شي هغه به خپل ټول تلاښونه وکړي. د آدم لنزا په نوم یو شل کلن هلک د جمعې په ورځ د نیوټان په ښار کې په یوه لومړني ښوونځي کې۲۰ ماشومان او ۶ لویان په ډزو ووژل. لا تر اوسه د دغه برید اصلي لامل معلوم نه دی. ولسمشر بارک اوباما له غمجنو کورنیو سره د ټول هیواد له لوري د مرستې او پیوستون ژمنه وکړه. هغه وویل: «نیوټاون، ته یوازې نه یې»