1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما دوهم واري د ولسمشرۍ لوړه وکړه

۱۳۸۷ بهمن ۳, پنجشنبه

يوه ورځ ورسته تر هغه چي بارک اوباما لومړۍ لوړه وکړه د کار په پيل کي لومړی د ګوانتنامو د پوځي محکمو ددرولو فرمان صادر کړی او دوهم ځل يې د ولسمشرۍ لوړه وکړه

https://p.dw.com/p/GeDI
بارک اوباما د ولسمشرۍ په لوړه کي خطاوتلی و څکه يې نو دوهم واري لوړه وکړه
بارک اوباما د ولسمشرۍ په لوړه کي خطاوتلی و څکه يې نو دوهم واري لوړه وکړهانځور: AP

اوباماد خپل کار په لومړۍ ورځ په سپينه ماڼۍ کي وويل: «موږ هيڅکله بايد دغه هېر نه کړو چي موږ د اولس خدمتګاران يو او د اولس خدمت، يوه محترمه دنده ده. ددې دندي مقصد د ځان له پاره ګټه لټول ندي. ددې دندي مقصد دا ندی چي تاسو د خپلو ملګرو د ګټي په لټه سی. ددې دندي مقصد دا هم ندی چي تاسو د يوې ځانګړي ايډيالوژۍ يا ټولني له پاره کار وکړی. د اولس له پاره دخدمت يوازنی مقصد دادی چي د امريکايانو د ګټو له پاره کار وسي.»

اوباما د اولسمشرۍ د دندي په لومړۍ ورځ لومړي کارونه دا وکړل چي يو خو يې د يوه ځانګړي فرمان په مرسته د ګوانتنامو د بنديانو پوځي محکمې د څلورو مياشتو له پاره ودرولې اوبل يې د دويم ځل له پاره د اولسمشرۍ لوړه وکړه، ولي چي د سه شنبې په ورځ د لوړه کولو پروخت د اوباما خوله خطاوتلې وه او د لوړي بعضي فقرې د هغو څخه لږ فرق درلودی چي د امريکا د اساسي قانون له مخي بايد وويل سي.

د CNN تلويزون د چهارشنبې په ورځ خبر خپور کړی چي اوباما غواړي د يو کال دننه د ګوانتنامو بندي خانه وتړي او ښايي د دغه کار د تر سره کولو له پاره د جمعې په شپه د اوباما يو ځانګړی فرمان صادر سي. ددې تر څنګ ويل سوي چي ددغه ځانګړي فرمان له مخي به د بنديانو زوريدل هم منع سي.

د امريکا پوځي مشرتابه د نوي اولسمشر باراک اوباما، څخه غوښتنه کړېده چي د عراق څخه د امريکايي پوځونو د ژر راوتلو يوه داسي لاره ولټوي چي د اړين مسوليته ډکه وي. د اولسمشرۍ د ټاکنو څخه تر مخه اوباما د کانديد په توګه دا ژمنه کړې وه چي د شپاړسو مياشتو په اوږدو کي به د عراق څخه خپل ټوله يو لک و دېرش زره سرتيري راوباسي.

او باما د خپلي مېرمني ميشيل اوباما سره
او باما د خپلي مېرمني ميشيل اوباما سرهانځور: AP

د اولسمشرۍ په لومړۍ ورځ باراک اوباما د نژدې ختيځ د ستونزي په هکله د سيمي د مشرانو سره ټيليفوني خبري تر سره کړې. باراک حسين اوباما د اسرايلي سرپرست لومړي وزير اېهود اولمرت، د فلسطيني اولسمشر محمود عباس، د مصر اولسمشر حسن مبارک او د اردن د باچا عبدالله دويم سره ټيليفوني خبري کړي. سپيني ماڼۍ ويلي دي چي اولسمشر باراک اوباما په لومړي سر کي دا غوښتنه لري چي اوبندي لاټينګ سي. دسپيني ماڼۍ په وينا بايد و حماس ته د وسلو رسول هم بند سي.

د چهار شنبې په ورځ په واشنګټن کي يوه بله مهمه پرېکړه هم تر سره سوه. د امريکا سنا جرګې په اکثريت سره مېرمن هېلري کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري په توګه ومنله.

کله چي د سپيني ماڼۍ کارکوونکو ښاغلي اوباما ته د وفادارۍ لوړه کوله نو اوباما وويل چي پداسي حال کي چي د امريکا زياتي کورنۍ دې ته اړې دي چي په لږو پيسو ګذاره وکړي بايد په سپينه ماڼۍ کي هم د سپما څخه کار واخيستل سي.

اوباما د سپيني ماڼۍ د کارکوونکو له پاره د تر ټولو لوړي تنخوا پولي وټاکلې چي په ترڅ کي به يې د سپيني ماڼۍ هيڅ کارکوونکی په کال کي تر يو لک ډالرو زياته تنخوا ونه لري.

اوباما هوډ وکړی چي د امريکا د پخواني حکومت په توګه به خبري پټي نه ساتي. د ه زياته کړه چي د امريکا نوی حکومت بايد د شفافيت په فضا کي کا روکړي. نوموړي وويل:«د ډير وخت راهيسي پدغه ښار کي خبري پټي ساتل سويدي. دلته يو داسي دود جوړ سوی و چي هغه شی چي د خلکو په خيال بايد امريکا يان د يوه دليل له مخي نه وای په خبر سوي، هغه به د امريکايانو څخه پټ ساتل کېدی. خو اوس به داسي نه وي.