اوباما: د آزادۍ په مبارزه کي د ايرانيانو ملاتړ وکړئ
۱۳۸۹ خرداد ۲۱, جمعهاوباما زياته کړې چي د ايرانيانو زړورتيا هغه خلګو ته يوه ښه بېلګه ده چي غواړي د آزادۍ، عدالت او حرمت په برخه کي کوښښ وکړي.
ټاکل سوې وه چي نن د ايران په اسلامي جمهوريت کي د اوپوزيسيون غورځنګ يوه غوڼده وکړي خو د حکومت لخوا هغه منع سوې ده. اپوزيسيون په خپله يوه انټرنټ پاڼه کي د خپلو غونډي د ځنډولو وجه د تاؤ تريخوالي د مخنيوي هڅه بللې ده.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا لخواپر ايران د نووبنديزونو د لگولو وروسته هغه هيواد ډير سخت غبرگون ښودلی دی.
د نوموړي هيواد دولتي تلويزيون ويلي دي چي، د نوو بنديزونو د لگولو وروسته به اوس د ايران پارلمان د نړيوالي اټومي ادارې سره د خپلو همکاريو په هکله له سره غور وکړي.
په عيني حال کي اوس اروپايي ټولنه پر دې غور کوي چي، د نړيوالو بنديزونو تر څنگ پر ايران د خپلي لوري لا زيات بنديزونه ولگوي او که څنگه.
روسيې چي پر ايران د نوو بنديزونو د لگولو پلوي کړې ويلي دي چي، پر بنديزونو سربيره به ايران ته د توغندويه هغه سيسټم ورکړي چي ورسره ژمنه يې کړې وه.
AG/ احمد ولي اڅگزی
کتونکی. زيارمل