1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د اروپا سفر پیل کړ

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د یکشنبې په ناوخته ماښام اروپا او سعودي عربستان ته په سفر وخوځید. هغه به په دې سفر کې د اتوو قدرتونو په یوه غونډه کې گډون وکړي او د اوکرايین په اړه به خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1BUl3
انځور: Reuters

د دوشنبې او سه شنبې په ورځ به په هالند کې د اتومي امنیت دریمه غونډه وشي. دا په خپله د ولسمشر اوباما له وړاندیزونو څخه ده. هغه ویلي ول چې اتومي وسلې نړیوال امنیت ته ډیر لوی گواښ رامنځ ته کولای شي.

تمه کیږي چې روسیه هم په دې غونډه کې گډون وکړي. اوس د روسیې، امریکا او اروپا تر منځ اړیکې یو څه ترینگلې دي. دغه اړیکې له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کیدو له کبله خرابې شوي دي. له همدې کبله پلان شوې ده چې کله د G7 مشران له یو بل سره د اوکرايین په اړه خبري کوي، روسیه به په دې غونډه کې گډون و نه لري.

د دوشنبې په شپه د G7 په غونډه کې به د آلمان، فرانسې، کاناډا، ایتالیا، جاپان، امریکا او بريتانيا مشران گډون ولري. له ۱۹۹۸ کال راهیسې دغه غونډه د روسیې په گډون د G8 تر عنوان لاندي جوړه شوې ده، خو د کریمیا تر موضوع وروسته هم اروپا او هم امریکا روسیه په بندیزونو گواښلې ده. له بلې خوا د انگلستان لومړي وزیر دیوید کامرون، ویلي دي چې له G8 څخه د روسیې د دایمې ایستلو په اړه هم باید فکر وشي.

د اتومي قدرتونو په غونډه کې به ولسمشر اوباما د چین له ولسمشر شي جین پینگ، سره وویني. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې ویل شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت استخباراتي ادارې (NSA ) د چین پر مشرانو باندي څارنه کړې.

اوباما به تر هالند وروسته په بروکسل کې د امریکا او اروپا په یوه غونډه کې د چهارشنبې په ورځ گډون وکړي. هغه به په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي اندرس فوع راسموسن، سره هم وویني.

اوباما به همداراز ایتالیا ته هم ولاړ شي او هلته به واتیکان ته ورشي. پر دې سربیره به هغه په ایتالیا کې د دغه هیواد له ولسمشر او لومړي وزیر سره هم وویني. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر به همداراز د جاپان له لومړي وزیر او د جنوبي کوریا له ولسمشري سره وویني.

په ریاض کې هغه له پاچا عبدالله سره د سوریې د کړکېچ په اړه خبري وکړي. سعودي عربستان غواړي چې امریکا متحده ایالات د اسد رژیم پر وړاندي لا سخت اقدامات وکړي. پر دې سربیره دغه هیواد غواړي چې امریکا په مصر کې د ولسمشر مرسي د حکومت تر ړنگیدو وروسته، له دې هیواد سره خپل پوځي مرستې یو ځل بیا پیل کړي.