1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د اسلام دين ته سپکاوی او د بې گناه خلکو وژل و غندل

۱۳۹۰ فروردین ۱۴, یکشنبه

د يوه امريکايي کشيش له خوا د قرآن کريم د سوځولو په تعقيب چي په افغانستان کي يو لړ مظاهري او خونړي احتجاجونه راوپارول، پرون بارک اوباما په يوه وينا کي د اسلام په شمول هر دين ته سپکاوی او د بې ګناه خلکو وژل وغندل.

https://p.dw.com/p/REwa
د امريکا ولسشمر بارک اوباما
د امريکا ولسشمر بارک اوباماانځور: AP

په هغه وينا کي چي د سپيني ماڼۍ له خوا خپره سوې راغلي دي: « د قرآن په شمول هر ډول ديني کتاب ته سپکاوی يو ناوړه او له تعصب څخه ډک عمل دی.»

خو اوباما دا هم وويل چي دين ته د سپکاوي په ځواب کي « پر بې ګناه خلکو حمله او د هغوی وژل هم يو غوصه پارونکی عمل دی او انساني کرامت او شرافت ته په سپکه سترګه د کتو معني لري.»

د متحده ايالاتو ولسمشر چي کابو سل زره سرتيري د افغانستان په دننه کي له طالب اورپکو سره په جګړه کي ښکيل دي په خپله وينا کي زياته کړه: « هيڅ دين وژل او قتل او د بې ګناه خلکو څخه سر پرېکول نه زغمي او د دې غير انساني عمل لپاره هيڅ ډول توجيه وجود نه لري.»

هغه پر ټولو اړخونو باندي د زغم لپاره ږغ وکړ او ويې ويل: « اوس هغه وخت دی چي موږ خپلو ګډو بشري ارزښتونو ته پام واړو، هغه بشري ارزښتونه چي د ملګرو ملتو کار کونکي يې سرته رسوي او د هغو لپاره هغوی قرباني ورکړه.»

اوباما له دي سره هغو پيښو ته اشاره وکړه چي د افغانستان په دننه کي د يو امريکايي کشيش له خوا دوې اونې مخکي د مسلمانانو د کتاب د اور اچولو څخه وروسته رامنح ته سوي.

د جمعي په ورځ په مزار شريف کي يو شمير لاريون کونکو د ملګرو ملتو په دفتر باندي هجوم يوړ او د هغه سازمان 12 کارکونکي چي 7 يي بهرنيان ووژل.

په داسي حال کي چي د سوليزو مظاهرو په وړاندي د افغانستان په دننه کي تفاهم ښکاره سوی، زور زياتي او پر بې ګناه خلکو حمله په کلکه غندله سوې ده.

د مزارشريف لاريون
د مزارشريف لاريونانځور: AP/dapd

په کندهار کي چي دا ډول يو لاريون پرون له اخ او ډب سره پای ته ورسيد او په نيتجه کي لږ تر لږه لس تنه مړه او 83 تنه نور ټپيان شول، نن بيا په سل ګونو تنه خلک سرکونو ته ووتل او د قرآن کريم د سوځولو پر ضد يي احتجاج وکړ.

که څه هم په لومړي سر کي د کندهار د والي وياند، زلمي ايوبي سوله ايزو مظاهرو خبر ورکړ، خو د يو نوی خبر له مخه چي د فرانس پرس له خوا ورکړل سوی، په نوو مظاهرو کي يو وار بيا مرګ ژوبلي رامنځ ته سوې.

سيمه ييز چارواکي وايي چي تر دغه ده رپوټونه چي دوی ته رسيدلي لږ تر لږه يو تن وژل سوی او 16 تنه نور ټپيان سوي دي.

د کندهار د عامي روغتيا رييس عبدالقيوم پخلا وويل: «روغتون ته 16 ټپيان ليږدول سوي دي چي د ډبرو او ګوليو ټپونه يي په ځانو کي ليدل کيږي. دوه تنه يي پوليس دي.»

يو بل چارواکي چي خپل هويت يي نه دی بربنډ کړي وويل چي لږ تر لږه يو تن وژل سوی دی.

د مرګ ژوبلو تر پيښي د مخکه ايوبي فرانس پرس ته وويل: « مظاهرې د کندهار ښار په درو ناحيو کي وسوې او دغه راز د دغه ولايت د پنجوايي په ولسوالي کي هم په يوې مظاهرې لاس پوري سوی.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، زلمي بشري وويل چي په جلال آباد کي په سل کونو محصلينو د احتجاج په توګه لويه لاره وتړله.

بشري يادونه وکړه چي د جلال اباد د محصلينو احتجاج هم چي په امريکا متحده ايالاتو کي د يوي امريکايي کشيش له خوا د قرآن د سوځولو پر ضد ؤ، په سوليزه توګه پای ته ورسيد.

د جمعي د ورځي را په دې خوا د افغانستان په مختلفو ولاياتو او ښارونو کي وروسته له هغي دغه ډول مظاهري او احتجاجونه راوپاريل چي د متحده ايالاتو د فلوريدا د يو مسيحي بنسټ پال کشيش ، تيري جان د 50 تنو خلکو په مخکي د مسلمانانو آسماني کتاب ته اور واچاوه.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل