1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان دپاره په يوې سمي ستراتيژۍ پسي ګرزي

۱۳۸۸ مهر ۲۴, جمعه

نوې ستراتيژي بايد د نظامي لحاظه په افغانستان او پاکستان دواړو کښي امنيت رامنځته کي . خو دی بايد د هغه په خاطر پخپله په امريکا کښی ملاتړ او حمايه پلاس راوړي

https://p.dw.com/p/K8l8
د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

هر واري چې د جمهوررييس بارک اوباما څخه د افغانستان په هکله دده د ستراتيژۍ په اړه پوښتنه وسي، نو دده څيره ډيره جدي شي

او په دې ډول ځواب ورکړي چې :

« زمونږ لومړی هدف به هم دا وي ،چې د القاعده او د هغوی سره د مل ترهګرانو لټه وکړو، او له منځه يې يوسو،څوک چې غواړي د امريکې پر متحده ايالاتو او د هغې پرمتحدينو باندي ګوزار وکړي . »

اوس دلته ددې سيمې د ثبات خبره ډيره جدي شخړه ده . خو ددې د هوارۍ د لارو چارو په باب اوباما هيڅ هم نه وايې . او کله چې هغه د خپلو سلاکارانو سره د تړلو دروازو تر شا ددې شخړي په هکله خبري اتري هم لري، نو د سلاکارانو په وينا هيڅ نتيجه يې نه معلوميږي.

نو دلته دا پوښتنه منځته راځي چې آيا اوباما دې ته چمتو دي ،چې40000يا ددې څخه هم ډير عسکر افغانستان ته وليږي، لکه څنګه چې د جنرال ميک کرسټال غوښتنه ده . او يا دا چې دی ډير د خپل مرستيال جو بايډن نظرته تمايل لري، چې وايي د نورو عسکرو د ليږلو پر ځای دي د القاعده جنګيالي په هدفمندانه ډول په نخښه شي.

نو آيا اوباما لنډه لاره غوره کول غواړي او که اوږده ؟

تر اوسه يوازي يوه خبره څرګنده ده، او هغه داده چې اوباما نه غواړي چې په دې اړوند په بيړه اوتلوار سره کومه پريکړه وکړي. دی وايي،

« زه دې ته انتظار لرم چې په راتلونکو اونيو کې به دا بهير بشپړ شي . »

اوباما نه غواړي چې خپل پلانونه په دقيق ډول بيان کړي ،سره له دې چې په واشنګټن کې د ځينو خلکو بې صبرۍ پرده باندي يو څه فشار هم اچولی دی.

خبريال کولن کلارک چي د کلو راهيسي د يوې ځانګړې انټرنيټ پاڼي لپاره د امريکې د امنيتي سياست په اړه ليکنې کوي ،پوهيږي چې بارک اوباما ولي نه غواړ ي تلوار وکړي.

«که دې خبرې ته ځير شو چې اوباما په عسکري برخه کې هيڅ تجربه نه لري او د هغه د خپل ګوند ملګري د هغه پريکړي ډيري په دقيقه توګه سنجوي، نو بيا دا سمه بريښي چې هغه غواړي د ټولو خواوو نظر واوري او ددې کار لپاره ډير وخت ته اړتيا لري .»

Deutschland Flash-Galerie Woche 39 Afghanistan Bundeswehr
انځور: AP

نو د داسې يوې طرحي جوړول چې په پوځي لحاظ مناسبه او کاميابه وي او په افغانستان او پاکستان کې د دوامداره امن او سولي باعث شي ، ډير ستونزمن کار بريښې . له يوې خوا په امريکه کې دا انديښنه موجوده ده چې پاکستان چې د اټومي سلاوو درلودونکی هيواد دی، هلته وضع بيخي خرابه نسي، اودبلې خوا بارک اوباما په امريکا کې دخپلي ستراتيژۍ لپاره هم کلکي ملګرتيا ته اړتيا لري.

افغانستان ته دنورو پوځيانو د ليږلو په اړه اوباما د جمهوري غوښتونکو ملاتړ تر لاسه کړی دی . خو دده د خپل ګوند ځينو غړو ده ته په دې اړه مشکلات پيدا کړي دي . نظر پوښتنو دا هم څرګنده کړې ده چې امريکايان نور په افغانستان کې جنګ نه غواړي . اوس مهال په افغانستان کې 68000 امريکايې عسکر موجود دي ،او د يو څه مودې راهيسې په افغانستان کښي د عراق په مقايسه ډيرخارجې عسکر ځای پر ځای دي . نو اوس داسي خبري هم کيږي چې افغانستان به د اوباما لپاره ويتنام وګرځي . نوداخو څرګنده ده چې اوباما دا هيڅکله هم نه غواړي . ډيری په دې باور دي چې بارک اوباما به يوه منځنۍ لار غوره کړي ،او امکان سته چې د 40 پر ځاي به 20000 نور عسکر افغانستان ته واستوي . کولن کلارک په دې هکله داسي وايي:

« دا به د بارک اوباما او ددفاع د وزير روبرټ ګيټس ددې ماموريت تر ټولو مهمه پريکړه وي . »

انا اِنګلکه / بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري