1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان د ټولو ولاياتو د څېړلو غوښتنه کړې ده

۱۳۸۸ آبان ۷, پنجشنبه

واشنگټن پست ليکي، اوباما د ولايت پر ولايت د څېړنې غوښتنه د دوشنبې په ورځ له خپل مرستيال بايډن او د غټو صلاحکارانو له يوې وړې ډلې سره، کوم چې ورته د افغانستان د جگړې د پراخولو يا نه پراخولوخوښه ورکوي، د کتنې په موقع وکړه.

https://p.dw.com/p/KIYv
د مک کرستل د رپوټ له لوستلو وروسته اوباما او صلاحکارانو يې دا پرېکړه وکوله، چې طالبان د يوه نظامي او سياسي ځواک په توگه له منځه نه شي وړل کېدلی، ولو که هر څومره زيات امريکايي عسکر هم ورولېږل شي.
د مک کرستل د رپوټ له لوستلو وروسته اوباما او صلاحکارانو يې دا پرېکړه وکوله، چې طالبان د يوه نظامي او سياسي ځواک په توگه له منځه نه شي وړل کېدلی، ولو که هر څومره زيات امريکايي عسکر هم ورولېږل شي.انځور: AP

د رويتر آژانس نن پنجشنبه د اکتوبر د مياشتې په ٢٩ ورځ د واشنگټن پست لخوا خپور شوی دا رپوټ راکړی، چې وايي د امريکې د متحده ايالتونو مشر بارک اوباما له خپلو ملگرو او مرستيالانو څخه غوښتي دي، چې د افغانستان ټول ٣٤ ولايتونه د وڅېړل شي او ودې کتل شي، چې کومه سيمه د سيمه ايزو واکمنانو لخوا په گټوره توگه سره اداره کيږي.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې، د اوباما صلاحکاران څرگندوي چې، دا کار به اولسمشر ته د دې پرېکړې په لاره کې مرسته کوي، چې افغانستان ته څومره نور اضافي سرتيري واستوي.

واشنگټن پست وړاندې د يوه امريکايي اداري مامور له قوله کاږي چې، دا ولايت پر ولايت څېړنه به د جمعې ورځې ته چمتو وي، په کومه ورځ چې اوباما په سپينه ماڼۍ کې له خپلو لوړ پوړو پوځي افسرانو سره گوري. د سپينې ماڼۍ کوم وياند د دې رپوټ په هکله د نظر څرگندولو د پاره حاضر نه وو.

په افغانستان کې له يولکو بهرنيو سرتېرو څخه دوه پر درې برخه امريکايان دي. اوباما د افغانستان د پاره د امريکې پر ستراتېژۍ باندې نوی غور کوي، البته په افغانستان کې د ناتو او امريکايي ځواکونو د امريکايي قوماندان مک کرستل د دې غوښتنې په شمول، چې بايد افغانستان ته ٤٠٠٠٠ نور عسکر هم واستول شي.

واشنگټن پست وايي، اوباما د ولايت پر ولايت د څېړنې غوښتنه د دوشنبې په ورځ له خپل مرستيال بايډن او د غټو صلاحکارانو له يوې وړې ډلې سره، کوم چې ورته د افغانستان د جگړې د پراخولو يا نه پراخولوخوښه ورکوي، د کتنې په موقع وکوله.

ورځپاڼه په خپل مطلب کې د لوړپوړو اداري مامورانو له خولې راوړي چې، د پوځ وزير رابرت گيټز او د ملي امنيت صلاحکار جمز جان د اوباما له دې غوښتنې څخه پلوي کوي، چې بايد هر ولايت وڅېړل شي، کوم کار به چې له امريکې سره د افغانستانستان د سيمه ايزه مشرانو د گډکار معيارهم په لاس ورکوي. همدا شان د مک کرستل د رپوټ له لوستلو وروسته اوباما او صلاحکارانو يې دا پرېکړه وکوله، چې طالبان د يوه نظامي او سياسي ځواک په توگه له منځه نه شي وړل کېدلی، ولو که هر څومره زيات امريکايي عسکر هم ورولېږل شي.

د ورځپاڼې له مخې، دا اقرار او تصديق د اوباما له دې غوښتنې څخه وروسته دئ، چې وڅېړل شي، د افغانستان کوم ولايت سيمه ايزه واکمنانو او مشرانو ته ورپرېښول کېدلی شي.

د اوباما له دې غوښتنې څخه ښکاري چې امريکايي اداره له کاواکه مرکزي حکومت څخه پياوړو ولايتي واکمنانو، قومي مشرانو او وسله والو ته مخ اړوي، کوم چې زيات اغېزمن او د نفوذ څښتن دي.

د افغانستان په هکله بحث کې برخه لرونکي يوه امريکايي مامور، چې له هويت څرگندولو څخه يې ډډه کړېده په ډاگه کړې، په افغانستان کې امنيتي حالت ډېر گډوډ دئ، او اولسمشر غواړي پوره پوه شي، چې زموږ عسکرو ته کوم چلنجونه په وړاندې پراته دي او څه تدبير ورته په کار دئ.

Agenturen/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل