1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د امريکاپر استخباراتي او امنيتی ادارو سخت انتقاد وکی

۱۳۸۸ دی ۱۶, چهارشنبه

جمهوررييس بارک اوباما 2ساعته د امريکا د استخباراتو او امنيتی ادارو له مشرانو سره ناست وو. وروسته يې رسنيو ته لنډې څرګندونې وکړې ،خو ده ونه شو کړای چې د امنيتی نيمګړتياوو په هکله خپله غوسه پټه وساتی

https://p.dw.com/p/LM3H
جمهوررييس بارک اوباما
جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

په غير عادی سختو الفاظو يې په ځانګړي ډول د امريکې استخبارات ګرويږني او قضاوت کولو ته راوبلل . ده وويل : «که چيري يو شکمن ترهګر وکولای شی له چاوديدونکو توکو سره د کرسمس په لومړی ورځ، الوتکي ته پورته شی، نو بيا دغه سيستم په شرميدونکې توګه پاته راغلی دی .»

اوباما وړاندي بيا نيوکه وکړه او ويې ويل: « د دوی استخباراتو ته دا هم معلومه وه چې يو ترهګر زموږ د هيواد په وړاندې څه کول غواړی . خو زموږ استخباراتو ونشو کړای چې په اصطلاح د موزاييک دغه تيږي سره ونښلوی، ځکه پرته له هغه بايد د دغه ترهګر نوم په هغه لست کې شامل وای چې په الوتکه کې د سفر کولو اجازه نه لری .»

اوباما وويل : په سپينه ماڼۍ کې د امنيتی دورې په لړ کې د سی آی اِې د مختلفو سازمانونو استازو د ملی امنيت تر وزارته پوري، د اشتباه پړه په غاړه واخيسته . »

ده دغه راز څه ناڅه د پيغور په ډول د استخباراتی ادارو دندي په ګوته کړې : دوی بايد معلومات راټول کړی، سره غونډ يې کړی او ژر عکس العمل وښيي څو د بی ګناه کسانو ژوند وژغوری او بيا يې ټينګار وکړ: «دا بايد نه يوازي اکثرأ پيښ شی ، بلکه تل .»

بارک اوباما په سپينه ماڼی کښي د استخباراتي او امنيتی ادارود رييسانو سره ګوري
بارک اوباما په سپينه ماڼی کښي د استخباراتي او امنيتی ادارود رييسانو سره ګوريانځور: AP

اوباما لا څوک له ځايه نه دی ښورولي او برطرف کړي ، لږ تر لږه تر پرونه پوري ،خو ورسره يې په ګوته کړه چې د الوتکي د ناکامه بريد له وخته بايد څه شي ته بدلون ورکړل شی .

د هغو کسانو لست چې د الوتني اجازه نه لری، نوی شوی او نور نومونه پکښې زيات شويدی . برسيره پر دې په هوايی ډګرونو کې امنيتی کنترول او څارنه پياوړې شوې او په اوتکه کې نور وسله وال څارونکي هم ګمارل شويدی . سره له دې به د 14 هيوادونو اتباع د هغو په جمله کې د افغانستان، پاکستان او يمن د هيوادونو اوسيدونکي تر هري الوتني مخکې په پوره ډول پلټل کيږی .

اوباما نور تدابير هم اعلان کړل خو په جزيياتو ونه غږيده . ده وويل چې لومړی بايد څيړني بشپړي شی او دا بايد په همدې اوونۍ کې تر سره شی .

اوباما په خپلو څرګندونو کې د ګوانتانامو د يمنی بنديانو په هکله هم يادونه وکړه چې ويل کيږی لږتر لږه د هغو يو تن د بوش د ادارې په وخت کې خوشی شوی او په يمن کې د القاعدې له مشرانو څخه دی .

په ګوانتانامو کې د پاته 200 تنو بنديانو څخه نيمايي د يمن له هيواد څخه دی . له ديرشو څخه زياتو خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو هوکړه ترلاسه کړې . خو اوس به دا لا عملی نسی . اوباما په دې اړه وويل: « موږ به لا اوس له يمنی بنديانو څخه څوک بيرته خپل هيواد ته ونه ليږو.» ده زياته کړه چې ده تل ويل، د ګوانتانامو بنديان به هغه هيواد ته ليږی چې د امريکې متحدو ايالتونو ته خطر متوجه نه وی . ده بيا هم پر دې ټينګار وکړ چې د ګوانتانامو زندان به په هر صورت تړل کيږی . ځکه دا د امريکې د متحدو ايالتونو په وړاندي د جګړې په خاطر د القاعده لپاره يو سمبول ګرځيدلی دی .

پاولارت / سهيلا حسرت نظيمی

کتونکی : محمد قاسم نوري