1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د امريکا بهرنی سياست روښانه کړ

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

اوباما د ويست پوينت په پوځي اکاډمۍ کي پخپله وينا کي د امریکا پر نړيوال رهبري کوونکي رول باندي ټينگار وکړ. خو واشنگټن نه غواړي چي په يوازي سره نړيوالي ستونزي له پوځي لاري حل کړي.

https://p.dw.com/p/1C8nS
انځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۸) د نيويارک په «ويست پوينت» پوځي اکاډمۍ کي د خپل بهرني سياست په اړه وينا کي پر دې باندي ټينگار وکړ چي «امريکا بايد په نړيواله کچه مخکښ اوسي او که دغه کار موږ نه وکړو، بل څوک يې نه کوي.»

اوباما له دغي پوځي اکاډمۍ څخه تازه فارغه سوو پوځيانو ته په وينا کي وويل چي «د دغي رهبرۍ شمزۍ» پوځ دی، او زياته يې کړه چي «زموږ پوځ په نړۍ کي هيڅ معادل نه لري».

اوباما وويل: «امريکا متحده ايالات به په هغه صورت کي چي اړتيا وي او زموږ اساسي منافع يې وغواړي يو اړخيز پوځي اقدام وکړي.» هغه دغه راز خبر دار ورکړ چي که يو نه کنترولېدونکی سيمه ييز يرغل چي په هغه کي د امريکا متحدانو ته تاوان رسيږي هغه که په اوکراين کي يي، که د چين په جنوبي سمندر او يا د نړۍ په بله سيمه کي پوځي مداخله به کيږي.

اوباما خپل متحدان په مسئوليت کي شريکوي

سربيره پر دې اوباما وويل چي «پوځي اقدام زموږ د رهبرۍ يوازنی يا حتی لوړنی جز نه دی.» که ستونزي مخامخ د امريکا متحده ايالاتو ته گواښ نه وي، نو نظامي اقدام ته بايد لوړ چارچوب وټاکل سي. هغه زياته کړه چي «په دغسي شرايطو کي بايد موږ دا کار يوازي نه وکړو.» بلکي خپل متحدان او شريکان بايد سمبال سي او کډ اقدام وسي. پر دې سربيره بايد له مختلفو لارو څخه کار واخيستل سي، د بېلگې په توگه له ديپلوماسۍ او مرستو، بنديزونو يا له سره غور. څو اړخيز پوځي يرغل بايد «کره، لازم او موثر» وي.

له تروريزم سره مبارزه

اوباما دغه راز له نړيوال تروريزم سره د مبارزې نوې ستراتيژي اعلان کړه. امريکا متحده ايالات او متحدان يې بايد دې ته متوجه وي چي اوس د غير متمرکزو افراطي ډلو له خوا چي بېلابېل هدفونه لري گواښ موجود دی. «هغه ستراتيژي چي معنی يې ده په هر هيواد کي چي تروريستان دي بايد پسي ورسو او يرغل پر وکړو، ساده او بې گټي ده.» هغه وويل، د دې پرځای بايد موږ له مربوطو هيوادونو سره گډ کار وکړو.

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس وويل، «بېله دې چي پوځونه ولېږو» هدف بايد دا وي چي د امریکا متحده ايالاتو نفوذ ته پراختيا ورکړل سي. امريکا متحده ايالات په دې تلاښ کي ده چي له جنوبي اسيا څخه نيولې تر افريقا پوري د شريکانو يوه شبکه جوړه کړي. اوباما له نړيوال تروريزم سره د مبارزې له پاره د يوه پنځه ميليارده ډالري صندوق د جوړولو اعلان وکړ. هغه دغه راز وويل چي «که چيري اړتيا وي چي موږ خپل ځانونه وساتو» دی به نورهم د بې پيلوټه الوتکو عملياتو او هغه زندانونو ته چي تروريستان پکښې ساتل کيږي دوام ورکړي.

د امريکا جمهور رئيس زیاته کړه چي واشنگټن دغه راز غواړي چي د سوريې رژيم د مخالفانو ملاتړ ته پراختيا ورکړي. هغه د سوريې حکومت مخالفانو ته په اشارې سره وويل، «هغه بديل چي د تروريستانو او يوه بې رحمه ديکتاتور د ځای نيولو له پاره دی.»