1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د امريکا د ولسمشرۍ ټاکني وگټلې

۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه

امریکايي خبري رسنيو د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنو ګتونکی بارک اوباما اعلان کړی دی. له دې سره نو هغه د جموري غوښتونکو د گوند کانديد میت رامني ته ماته ورکړه او د دوهم ځل له پاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

https://p.dw.com/p/16dyY
Ajay Narayan cheers as the race is called for U.S. President Barack Obama by a television network during the Nevada State Democrats' election night party at the Mandalay Bay Resort in Las Vegas, Nevada November 6, 2012. REUTERS/Las Vegas Sun/Sam Morris (UNITED STATES - Tags: POLITICS ELECTIONS TPX IMAGES OF THE DAY USA PRESIDENTIAL ELECTION)
USA Wahl Wahltag 2012 Anhänger der Demokraten Obama siegtانځور: Reuters

د رسنیو په حواله ولسمشر اوباما د اوهایو په کليدي ایالت کې ټاکني ګټلي دي او په دې ترتیب سره يې د امریکا د جمهور رئيس کیدو له پاره کافي ۲۷۰ رایې پوره کړي دي. اوس به نو هغه د څلورو نورو کلونو له پاره هم په سپینه ماڼۍ کې پاته شي.

اوباما په مید اتلنتیک او د West Coast په شمال ختیځ کې هم له میټ رامني څخه ټاکني ګټلي دي. پر دې سربیره اوباما د الینیوس او میشګن د ایالتونو رایې هم خپلي کړي دي.

د دې تر څنګ اوباما په ویسکونسین او ایوا ایالتونو کې هم د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی دی. پنسلوینیا او نیوهمپشیر، هم د هغو ایالتونو په ډله کې دي چې بارک اوباما يې رایې خپلې کړې دي.

د ټاکنو د پايلو تر روښانېدو لږ وروسته اوباما خپلو پلويانو ته وويل: «تاسي د امریکا خلکو د هغه واقیعت تصدیق وکړ، چي زموږ لاره ستونزمنه او ډبرینه ده، خو زموږ سفر اوږد دی، موږ خپل پیټی په شا کړی دی او د دې اوږده مزل یوه برخه مو تر شا پرې ايښې ده. اوس موږ په خپلو زړونو کي پوهیږو چي د امریکا متحده ایالاتو له پاره ښه راتلونکې په مخکي ده.»

Infografik US Wahl 2012 06:25

په ټاکنو کي د جمهوري غوښتونکو د گوند کانديد میت رامني بیا په یو شمیر جنوبي ایالتونو کي ټاکني ګټلي دي، خو د هغه رايو د ولسمشر کیدو له پاره بسنه و نه کړه. هغه د ټاکنو د پايلو تر معلومېدو لږ وروسته اوباما ته د ټاکنو د گټونکي مبارکي ورکړه: «ما همدا اوس ولسمشر ته تیلفون وکړ او په ټاکنو کي مي د هغه د بریالیتوب مبارکي ورکړه. دغه راز د هغه د انتخاباتي مبارزې ملاتړ کوونکي هم د داسي مبارکۍ مستحق دي. زه هغوی ټولو ته ښیګني غواړم، په خاصه توګه ولسمشر او د هغه مېرمني او لوڼو ته.»

د امریکا د ولسمشر کیدو له پاره د ۲۷۰ رایو ګټلو ته اړتیا ده، خو د رسنیو د وړاند وینو په حواله اوباما تر دغه اندازې ډيري رايي گټلي دي. د امریکا ټول ایالتونه ۵۳۸ رایې لري. د دې له پاره چې یو کانديد د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شي باید له دغو رایو څخه ۲۷۰ رای وګټي.

د پايلو تر معلومېدو وروسته د جمهوريت غوښتونکو اريه ورکوونکي
د پايلو تر معلومېدو وروسته د جمهوريت غوښتونکو اريه ورکوونکيانځور: Getty Images

ميت رامني خپلو پلويانو ته په وينا کي وويل:« «دا ټاکني پای ته ورسیدې، خو زه باور لرم، یوازي هغه اصول چی د هغو پر بنسټ دا ولس جوړ شوی دی، کولای شي چي موږ ته اقتصادي او نوري نیکمرغۍ راپه برخه کړي.»

رسنیو همداراز ویلي دي چې جمهوري غوښتونکي به د امریکا د استازو په مجلس کې خپل اکثریت وساتي. دا په داسي حال کې ده چې د رسنیو په خبره ديموکراتان به هم په سنا کې اکثریت ولري.

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters, dpa)
کتونکی: نجیب الله زیارمل