اوباما د امریکا د اقتصادي سمښتونو لپاره زيربنايي پانګه په کار اچوي
۱۳۸۷ آذر ۱۷, یکشنبهاوباما، پخپله ویناکي يو ځل بيا له دې څخه خبر ي کړي دي چي ددغه هیواد په بنسټيزه يا زيربنايي پروژو کي بايد ډيري پانګي پکار ولويږي. مثلاً دښونځيو او د روغتونونو د ودانيو دپاره، يا ددې دپاره چي د دولتي ودانيومرکز ګرمي يا د انرژي پروژې بايد نوي کړاي شي ترڅو چي د انرژۍ په لګښت کي سپما وشي. همدا شان د امريکا په متحده ايالتونو کي د انترنيټ پروژې ته بايد زياته پراختيا ورکړل شي. او څنګه چي اوباما وايي ددغه راز پروژو په پکار اچولو سره به د امریکا په متحده ايالتونو کي لږ تر لږه د کار 2,5 مليونه ځایونه یا نوي منځ ته راشي او يا دکار پخواني ځایونه چي د له منځه تللو له خطره سره مخامخ دی وژغورل شي.
لکه څنګه چي اوباما وايي، د سړکونو د جوړولو دپاره کوم پلانونه او پروژې چي په نظرکي دي ،د 50 مي، لسيزي څخه راپدیخوا چي د امریکا په متحده ايالتونو کي د آیزنهاور زمانه بلل کیږي، بې ساري بلل کيدای سي. او بيا اوباما، وايي چي د امریکا په متحده ایالتونوکي د دولتي ودانیو مرکز ګرمي او د بريښنا سيستمونه ډير زاړه سيستمونه دي او له همدې امله د انرژۍ لګښت يي زښته زیات دي. او له همدې امله د امريکا متحده ايالتونه په نړۍ کي د انرژۍ ستر مصرف کونکي هيواد بلل کيږي.
اوباما پخپله اونيزه راډیويي وینا کي وايي:«د امریکاد متحده ايالتونود هغه بحران دپاره چي د ډيروکلونو په اوږدوکي رامنځ ته شوي دي د حل يوه ساده او سمدستي لاره نشي موندل کيدلای او د يادوني وړده چي کيدای شي حالات په لمړي سرکي لاپسي خرابه شي مخکي له دې چي ښه والی راشي. ځکه چي د اقتصادي کارپوهانو په عقيده د امریکا په متحده ايالتونو کي روان اقتصادي رکود داسي يو اقتصادي رکود بلل کيدای شي چي د دوهمي نړيوالي جګړې راهيسي يې ساری نه و لیدل شوي. دنومبر په مياشت کي د امریکا په متحده ایالتونو کي د وزګارانو شمير 7,6 ته رسيدلی چي په تيرو 34 کالو کي يې ساری نه دي لیدل شوی.
دا رسمي احصايه ده خو په حقيقت کي د وزګارانو شمير به په دغه هيواد کي نورهم زیات وي. يوازي دسپتمبر په مياشت کي په دغه هیواد کي 1,91 ملیونه کارځایونه له منځه تللي دي.