1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ايران د تړون لپاره د ملاتړ په لټه دی

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۵, شنبه

د اوباما لپاره دا يو لوی چېلنج دی چي د ايران د سختو منتقدينو يعني خليجي هيوادونو او اسرائيل ملاتړ د لوزان د تړون لپاره تر لاسه کړي. هغه د خليجي مشرانو سره په دې تړاو تليفوني خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/1F2bB
اوباما د قطر د امير شېخ تميم سره د فبرورۍ په مياشت په سپنه ماڼۍ کي
اوباما د قطر د امير شېخ تميم سره د فبرورۍ په مياشت په سپنه ماڼۍ کيانځور: Reuters/Larry Downing

د ايران د اټومي پروګرام په تړاو د پنځه جمع يو هيوادونو او ايران تر منځ د تړون له پاره پر چوکاټ توافق رامنځ ته سو. د جون تر مياشتي پوري به د دغه تړون پر جزياتو خبري اتري کيږي. خو د تړون د چوکاټ پر سر توافق د ايران د سختو منتقيدينو چي اسرائيل او خليجي هيوادونه دی، د رضا سبب نه دی.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما هڅي ګړندۍ کړي دي چي د دغه تړون له پاره د يادو منتقيدينو هيوادونو ملاتړ هم تر لاسه کړي. د اوباما وياند ويلي دي چي امريکايي ولسمشر د بحرين، قطر، کويټ او د متحده عربي اماراتو د مشرانو سره د تړون پر موضوع خبري کړي دي. زياته سوې چي اوباما په دغو خبرو کي د ايران د اټومي پروګرام پر سر د تړون څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د امريکا د ولسمشرۍ د دفتر وياند ويلي دي چي اوباما د عربي مشرانو سره په ټليفوني خبرو کي پر دې ټينګار کړی چي د ايران د مشرتابه سره تر اوسه کوم توافق نه دی رامنځ ته سوی. زياته سوې چي داسي توافق به يوازي د ټولو جزياتو د مشخصو کولو وروسته امکان ولري. وياند ويلي چي اوباما د خليجي هيوادونو مشرانو ته ډاډ ورکړی چي امريکا به د دې وروسته هم په سيمه کي د ايران له خوا د بې ثباتۍ په مخ نيولو کي د سيميزو شريکانو سره همکارۍ ته ادامه ورکړي. د سپينۍ ماڼۍ په وينا اوباما د خليج د همکارۍ د سازمان غړي هيوادونه په پسرلي کي د امريکا و کمپ ډېويډ ته ورغوښتي دي چي د ايران د تړون پر موضوع ورسره خبري وکړي.

«د اسرائيل ګواښونکی تړون به نه کړو لاسليک»

د سپيني ماڼۍ وياند د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو له خوا د لوزان پر تړون پر سختو نیکو هم خبري وکړې. وياند وويل چي واشنګټن د اسرائيل اندېښنې درک کولای سي. خو هغه زياته کړه چي اوباما به هيڅکله داسي يو تړون لاسليک نه کړي چي د اسرائيل لپاره ګواښ رامنځ ته کوي.

د سپيني ماڼۍ د وياند په وينا د امريکا لپاره به د دې وروسته هم د ايران د اټومي پروګرام تر څنګ د ايران سره تړلي نوري اندېښني هم پر ځای پاته وي. په دې توګه سره دغه وياند د ايراني ولسمشر حسن روحاني د هغو خبرو جواب ويلي چي پکښي روحاني هيله څرګنده کړې وه چي د اټومي پروګرام په تړاو تړون به په نورو ډګرونو کي هم نړۍ واله همکارۍ ته لاره هواره کړي.

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دې څخه تر مخه د ايران د اټومي پروګرام د تړون په هکله توافق په سخته توګه غندلی ؤ. هغه د تړون لپاره منل سوی چوکاټ د خپل هيواد د ژوندي پاته کېدو لپاره يو لوی ګواښ بللی ؤ. نتنياهو غوښتنه کړې چي د ايران سره د دغه هيواد د اټومي پروګرام په تړاو په تړون کي بايد د لاسليک پر وخت دا ټکی شامل وي چي ايران د اسرائيل د وجود حق په رسميت وپېژني.