1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ترهگرۍ پر ضد مبارزې په اړه وروستي بيانيه ورکوي

۱۳۹۵ آذر ۱۶, سه‌شنبه

بارک اوباما د سه شنبې په ورځ د وروستي ځل له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه د ترهګرې پر ضد خپل سیاست په اړه بیانیه ورکوي. د هغه د دې بیانیې یو اصلي مخاطب ښايي نوي ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ وي.

https://p.dw.com/p/2Tod2
Griechenland Rede US-Präsident Barack Obama in Athen
انځور: picture-alliance/AP Photo/P.M. Monsivais

ولسمشر بارک اوباما به په فلورادا کې د مک دیل، له هوایي اډې څخه په خپله وینا کې د افغانستان، سوریې او عراق په شان هیوادونو کې د خپلو قواو د عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

هغه به همداراز د ګوانتانامو زندان د تړلو ناکامي هڅې ته هم اشاره وکړي او د ربړونې پر ضد به خپل سخت مخالفت اعلان کړي. د ولسمشر اوباما لوی مشاور بن رودس، ویلي دي چې اوباما غواړي له دې بیانیه سره د ترهګری پر ضد جګړي «پیچلتیا» په ګوته کړي.

رودیز زیاته کړه: «دا هغه څه دي چې سړی یوازې په هغه صورت کې چې ولسمشر وي، په پوهیږي.» دغه امریکایي چارواکي روښانه کړه چې د هیواد راتلونکې اداره یې باید په دقیقه توګه خطرونه وپیژني، له خپلو متحدینو سره نژدې همکاري وکړي او له پوځي لارو چارو سره دیپلوماسي ګډه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تر دې مخکې ویلي دي چې سپینې ماڼۍ ته تر رسیدو وروسته به د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ په ګډون متفاوت سیاستونه خپل کړي.

هغه د کمپاینونو پر مهال ویلي ول چې د «واټر بوردنګ» ربړوني تخنیک به بیا پیل کړي، او آن تر هغه د سختو کارونو اجازه به ورکړي. خو کله چې ولسمشر اوباما تازه واک ته رسیدلی وو، نو هغه بیا د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي سازمان د ربړونې سخت تخنیکونه بند کړي ول.

خو داسې ښکاري چې ولسمشرۍ ته تر رسیدو وروسته، ترمپ د ربړونې په برخه کې خپل نظرونه یو څه اصلاح کړي دي. هغه د دفاع وزارت له پاره هم داسې څوک نومولی دی چې پر ربړوني باندې ډیر باور نه لري.