1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د جنوبي کوريا دسرمشريزي څخه په خالي لاسو راووتی

۱۳۸۹ آبان ۲۲, شنبه

دا بې تفاوته ده ، چه امريکايي رسنۍ ليبراله او که محافظه کاره وې : د جنوبي کوريا د G20 په سرمشريزه کښي د جمهور رييس بارک اوباما د ګډون په اړه د ټولو رسنيو سرخطونه يوازي شکلأ فرق درلودی ، اما محتوی يې يوه وه

https://p.dw.com/p/Q7zT
انځور: AP

نيويارک ټايمز کاږي ، چه «اوباما خپل محبوبيت د لاسه ورکی» ، Fox News کښلي دي ، چه ده لکه د يوه ښه هنرمند ستوري غوندي موقف د لاسه ورکی ، او CBS يې داسي وايي ،

«اوباما د جنوبي کوريا څخه په خالي لاسو راووتی . »

امريکايي رسنيو د هري خوا د اوباما سره د مقاومت تشخيص کړی دی ، او د ټولو مهمو سياسي او تجارتي انډيوالانو سره يې په جنوبي کوريا کښي د نظر اختلافات موجود وه .

پداسي حال کښي چه بارک اوباماپه امريکا کښي تر انتخاباتي ماتي وروسته آسيا ته راغلی ؤ ، تر څو په خارجي سياست کښي قوت وښيي ، تجارت ته رونق ورکي ، په امريکا کښي د کارځايو د پيداکولو او د امريکا د حکومت د مالي سياسي طرحي دپاره ملاتړ پلاس راوړي ، اومخکي تر دې چه ددولتي پورو او قرضو د کمولو په فکر کښي سي ، څنګه اقتصاد ته په ښه ډول وده ورکول سي .

g20 Seoul angela merkel Barack Obama
انځور: AP

اوباما په داخلي سياست کښي ډير تر فشار لاندي دی : د څو ورځو دمخه انتخاباتوکښي د رايو ورکونکو دپاره مهمه موضوع اقتصادي وضع ، او د کارځايو پيدا کول وه ، چه اوس په جنوبي کوريا کښي بايد جمهور رييس په دغه لار کښي يو څه کړي وای . خو واشنګټن پوست کاږي ،چه ګمان کوي ، د امريکاهيڅ يوه بين امللي انډيوال ددې سره علاقه مندي نه درلوده ، چه اوباماراپورته ، او يا دده سره زړه سوی وښيي .

ددې په عوض جمهور رييس په دفاعي حالت کښي ؤ : د جنوبي کوريا سره مهم تجارتي قراراداد امضأ نسو ، د G20 په سرمشريزه کښي د امريکا د مالي سياست دپاره هيڅ ملاتړ نه ؤ موجود ، چينايان په پولي مسايلو کښي ټينګ پاته سول .

Dossierbild Symbolbild G20-Gipfel in Seoul Südkorea 3 von 3
انځور: AP

امريکايي رسنۍ دا نتيجه ورکوي ، چه اوباما په امريکا کښي تر داخلي ماتي وروسته اوس په بين امللي سويه هم ضعيفه سوی دی .

خو اوباما په سيول کښي ددغه ظرز نظر سره مخالفت وکی ، او هغه يې درست ونه بلل ، دی وايي ،

« ښه داده چه يو څه انتظار وايستل سي ، تو څو د ټولو خواوو په ګټه يو حالت رامنځته سي . د امريکا د اقتصادي اومالي مسايلو د طرحو سره مخالفت د امريکاد کمزورۍ په معنی نده . »

دی بيا وايي ،

موږ پدې خاطر د مقاومت سره مخامخ سولو ، چه موږ قوت ښکاره او نظريات مو وړاندي کړل ، خو د هغه په مقابل کي بل الترناتيف هم نه ؤ »

ددې پوښتني په جواب کښي چه آيا په امريکا کښي انتخاباتي ماتي به دی په خارجي سياست کښي هم کمزوري کړی وي ، اوباما به نه سره جواب ورکی .

که اوباما دا فکر کړی وي ، چه په دغه سفر کښي به داخلي سياسي فشار يو څه راکم کي ، او خپل پرستيژ يو څه بيرته لوړ کي ، نو اساسأ يې دغه هدف تر لاسه نسو .

مويلر/ محمد قاسم نوري

کتونکی : احمد ولي اڅکزی