1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د خپل حکومت کلنې بودجه اعلان کړه

۱۳۸۸ فروردین ۵, چهارشنبه

د امريکې ولسمشر بارک اوباما پرون په يوه وینا کی د خپل د حکومت د کلنې بودجي څخه چي 3. 6 بليونو ډالرو ته رسيږی، دفاع کړي او په ولس باندی غږ کړی چی امريکا به د دي توانمندی ولري چی د اقتصادی بحرانه څخه به ځان وباسي.

https://p.dw.com/p/HJBK
اوباماانځور: AP

خو په دی هم بايد پوه اوسو چی د روان اقتصادی بحرانه څخه وتل يو څه وخت او حوصله غواړی.

بارک اوباما پخپل دوهم تلويزیونی مطبوعاتي کنفرانس کي په جدیت او قاطعیت سره خبری کوی او وايی چی د روان اقتصادي بحرانه سره د مبارزي لپاره د ده اقدامات ضرورې، که څه هم د ځينې کړيو له خوا نيوکی کيږی خو زما له نظره بله لاره نشته او نيول شوی تدابير ضروري بريښي.

مونږ به د روان اقتصادې بحران څخه ځان وباسو، خو دي موخي ته د رسیدلو لپاره وخت او صبر په کاردي. يواځې په هغه صورت کی چی مونږ ټول په ګډه سره کار وکړو، او زمونږ هريو خپل سپارل شوې دنده هسې چې ښايي تر سره کړی، مونږ به برۍ تر لاسه کړو.

خو د اوباما مخالفين په دي عقیده دی، چی د روان اقتصادي بحرانه څخه د وتلو لاره به په دی کلنې بودجې سره چی اوباما د 2010 کال لپاره وړاندی کړی، ممکن نه وي. برعکس په وړاندی شوی بودجې سره به د دولت د بودجې کسر لاپسي زیات شی او د دغه پورونو پيټي به د راتلونکی نسلونو په اوږو باندي يو لوی بار وی.

خو اوباما پخپله وايی چی د 3.6 بليونه ډالره بودجه د 2010 میلادی کال دپاره ضروري دي.

Watching Obama
امريکايان په يوه رستورانت کې په ځېر سره د اوباما خبرې اوریانځور: AP

دغه بودجه به زمونږ د اقتصادی وضع د ښه کیدلو لپاره يو ښه تاداو وی، او که دغه لاره مونږ پر مخ بوزو، نو په راتلونکی 10 يا 20 کلونو کی به د داسي يوه اقتصادی بحران مخنوی وشي چي اوس مونږ ورسره مخامخ يو.

مونږ کومي پانګې چی د روغتيايی چارو د سمون لپاره په کار اچو یا د انرژې د نوې منابعو د کشوفولو لپاره، نو دا به هم په هیواد کی د کار د نوي ځایونو د منځ ته راتلو اغيزه من اقدامات وی او هم د اوږدی مودي په رڼا کی به اقتصادي وده منځ ته راشی.

داسي انتظار کيدای شی چي د امريکې د متحده ایالتو ولس مشر بارک اوباما به د خپل بهرني سیاست په ډګر کی د ناتو د دفاعي تړون د مشرانو او په لندن کی د 20 هيوادونو د ستري غونډې په درشل کی هڅه وکړی چی د افغانستان په هکله پخپل راتلونکې سياسي تګ لارې باندی رڼا واچوی. مخکي د مخه اوباما دا خبره جوته کړيده چي په افغانستان کي د ده د حکومت راتلونکي سیاست به د دغه هیواد د بيرته رغونی او اقتصادی پراخو مرستو او دا چی د افغانستان ګاونډې هيوادونه د دغه هيواد په هکله خپل ژمنې تر سره کړی او همدا شان د نړيوالی ټولنی سره د ګډ کار په بنسټونو ولاړ وی.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيی وردک