1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي له ګوانتانامو زندانه نوربندیان ولېږدوي

۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبه

سپینه ماڼۍ غواړي تر دې مخکې چې نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ، د جنوري پر ۲۰مه په رسمي توګه خپل کار پیل کړي، له ګوانتانامو زندان څخه لا ډیر بندیان ولیږدوي. ترمپ ویلي دي چې د بندیانو د لیږلو لړۍ به ودروي.

https://p.dw.com/p/2VEGW
USA Alltag im  Gefangenenlager der Guantanamo Bay Naval Base
انځور: Getty Images/John Moore

سپیني ماڼۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کیوبا کې له ګوانتانامو زندان څخه د بندیانو د لیږد لړۍ ته به دوام ورکړي. د سپیني ماڼۍ ویاند جاش ایرنست، په دې اړه وویل: «په دې وخت کې زه فکر کوم چې د جنوري تر شلمې نیټې مخکې به د [بندیانو] د لیږدولو نوي مرحلې اعلان شي.»

د امریکا متحدو ایالاتو اوسنی ولسمشر بارک اوباما به د جنوري پر۲۰مه نېټه واک نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ ته وسپاري.

د ایرنست تر څرګندونو مخکې دونالد ترمپ د خپل تویتر پاڼي له لاري ویلي ول چې تر دې وروسته به له ګوانتانامو زندان څخه نور کسان آزاد نه شي. خو ایرنست بیا ټینګار کړی دی چې نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ، به د خپل کار تر پیلولو وروسته به د خپلو سیاستونو د پلي کولو پوره چانس ولري.

په ګوانتانامو کې د زندانیانو شمیر کم شوی

اوس مهال په ګوانتانامو زندان کې ۵۹ بندیان ساتل کیږي. د هغوی له ډلې څخه شاوخوا ۲۰ تنو یې بل ځای ته د لیږل کیدو شرایط پوره کړي دي. یوې سرچینې، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ولسمشر اوباما غواړي تر ۱۸ پورې زندانیانو له ګوانتانامو څخه بل ځای ته ولیږدوي.

خو باید داسې دریم هیوادونه وموندل شي چې هغوی دغه زندانیان ومني. په دې زندان کې پر ډېرو بنديانو باندي تورونه نه دي لګول شوي. خو پر امریکا متحدو ایالاتو باندې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې د ۱۱مې نیټې د بریدونو شکمن پلانوونکي هم په ګوانتانامو کې دي.

اوباما په ۲۰۰۹م کال کې د خپل کار د پیلولو پر مهال ویلي ول چې د ګوانتانامو زندان به وتړي خو هغه د خپلې ولسمشرۍ په دوو دورو کې د دې کار په ترسره کولو و نه توانید.

د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو له خوا د نیول شویو شکمنو ترهګرو د ساتلو په موخه جوړ شو. خو پر دې زندان باندي په نړۍ کي سختې نیوکې شوې دي.