1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د داعش پر ضد جګړه کې له پرمختګه خبرې وکړې

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱۵, جمعه

ولسمشر بارک اوباما د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر وړاندې جګړه کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې خو ګواښ یې وکړ چې ښايي وړوکي بریدونه دوام ومومي. هغه همداراز پر روسیې باندې په سوریې کې د اړینو اقداماتو نه کولو له کبله نیوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/1Jbz2
US-Präsident Barack Obama Pressekonferenz
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ په پنتاګون کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو ځمکنيو او هوایي بریدونو ښوولې ده چې دغه ډله سنتي پوځي جګړه کې ماته خوري.

هغه وویل: «زه له هغو پرمختګونو څخه چې موږ په عراق او سوریې کې کړې دي راضي یم.» خو هغه زیاته کړه: «خو موږ لا د رقعې او موصل ښار له آزادولو لیرې یو.»

اوباما همداراز له روسیې سره د ګډ کار په اړه په احتیاط سره خبرې وکړې او ویې ویل: «امریکا متحده ایالات چمتو دی چې په سوریه کې له روسیې سره د تاوتریخوالي د کمولو او د داعش او القاعدې پر وړاندې د هڅو د پیاوړي کولو په موخه ګډ کار وکړي، خو تر اوسه پورې روسیه د لازمو اقداماتو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده.»

اوباما زیاته کړه چې پر دې خبره ډاډه نه دی چې پر روسیې او د دغه هیواد پر ولسمشر ولادیمیر پوتین، اعتماد کیدای شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.05.2016):

وړوکي بریدونه

اوباما وویل چې د اسلامي دولت ډله او هم د د وړوکې ویجاړونکو بریدونو تر سره کولو وړتیا لري: «داعش پر دې خبره پوه شوی چې که یو شمیر کسان او آن یو کس پر دې قانع کړې چې د بیلګې په توګه په اورګادي کې، د یوه رسم ګذشت پر مهال او یا هم په بل هر عامه ځای کې برید وکړي، او د زرها کسانو پر ځای یو لږ شمیر وګړي ووژني، نو دا کار هم کولای شي چې هغه ویره رامنځ ته کړي چې د دې ډلې شهرت لوړوي.»

باراک اوباما ټینګار وکړ چې هیواد یې باید د هغو پیغامونو مخه ونیسي چې ترهګرې ډلې یې داسې کسانو ته استوي چې بیا وروسته بریدونه ترسره کوي. هغه وویل: «دغه شان شبکې په اروپا کې د دې ځای [امریکا متحده ایالاتو] په پرتله ډیرې موثرې دي، خو موږ په هغه څه چې پرې نه پوهیږو باید ومنو، له دې کبله دا شونې ده چې دلته دې هم داسې شبکې موجودې وي چې کیدای شي فعاله شي.»

خو هغه روښانه کړه چې د دغه شان بریدونو پر وړاندې باید تر حده ډیر غبرګون و نه ښول شي: «هغوی [د اسلامي دولت ډله] د هغې توجه شاهدان وو چې دې ډلې ته د سپکو وسلو په واسطه تر وړوکو بریدونو وروسته کیږي [...] د دې امکان چې یو کس او یا هم یوه ډله دې داسې برید وکړي چې په کې خلک ووژل شوي، حقیقي دی.»

یوازې تیره میاشت اسلامي دولت ډلې په آلمان او فرانسه کې د یو شمیر داسې بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده چې ملکي کسان یې وژلي دی. اوباما وویل: «دا چې موږ د دغو بریدونو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښکاره کوو، د داعش د له منځه وړلو او او شبکو د نفوذ په اندازه مهمه خبره ده.»