1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د سوريې نوی اپوزيسيون په رسميت نه سو پيژندلای

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16jvX

د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما ويلي دي، چي هيواد ئې د سوري نوی جوړسوی اپوزيسيون، په تبعيد کي د يوه حکومت په شان په رسميت نسي پيژندلای. د امريکا جمهور رئيس په واشنگټن کي په يوه خبري کنفرانس کي هغه هيلي هم درکړې چي گويا امريکا به له هغوی سره د وسلو مرسته وکړي. هغه وويل، چي وسلې کيدای سي د تنلارو لاس ته ورسي او دسيمي امنيت له گواښ سره مخامخ کړي. فرانسې چي د سوريې ملي ايتلاف ئې د دغه هيواد د يوازنی قانوني استازی په توگه په رسميت پيژندلی دئ، يووار بيا ئې د اپوزيسيون د ملاتړ اعلان کړی دئ. د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند د سوريې اپوزيسيون نوی مشر الخطيب پاريس ته ور بللی دئ.