1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د سي آي ای د همکارانو د هويتونو له پټ ساتلو څخه بل مهم څه شی نشته

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالتونوجمهور ریس بارک اوباما تيره اونۍ د اقراراخيستو د طريقو ډيرو د پاملرنې وړ او ټکان ورکونکو معلوماتو د خپرولو اجازه ورکړه.

https://p.dw.com/p/HbMj
Waterboarding د واتر بوردينګ سزا چي سړي ته په اوبوکي دغرکيدو احساس پيدا کوي، سی آی ای تراوسه کار اخيستهانځور: picture-alliance/ dpa

لدي طريقوڅخه د امريکا متحده ايالتونود جاسوسۍ دستګاه سی آي ای د استنطاقونو د طريقو په توګه استفاده کړيده. نو د همدي لپاره د نوموړو استخباراتو له ناستځي څخه د ده کتنه په ډيري علاقي سره تعقيب شوه.

کله چي دامریکا متحده ايالتونو جمهورريس په لانګلي کي د خپل هيواد د استخباراتو سي آي ای مرکز ته لاړ، داسي ښکاريدل چي دی په هرچا ګران سړي وي. د نوموړي جاسوسۍ دستګاه همکارانو د ده تود هرکلي له ډيرو هلهلو سره وکړ.
پداسي حال کي چي همدا د رواني اونۍ په سرکي د سي آي ای پخواني مشر هايدن پده باندي سختي نيوکي کړي وي. هايدن په جمهورریس باندي تور ولګاوه چي ده د شکنجه کولو د اسنادو له خپرولو سره له ترور سره په مبارزه کي خپل لاسونه پخپله ترشا تړلي دي.

CIA LOGO SYMBOLBILD
سی آی ایانځور: AP

هايدن د فوکس له تلويزيوني کانال سره د مرکي په ترڅ کي ويلي دي چي: زه فکر کوم چي دا معلومات زمونږ دښمنانو ته ډير ګټوردي. خواوباما د دې نيوکو له امله له خپلي پريکړي څخه راونه ګرځيده. ده د دوشنبی په ورځ تهاجمي دريز غوره کړ. او د سي آي ای د جاسوسۍ دستګاه دهمکارانو په مخکي يي وويل غيرعادي وضعي دي د پټو اسنادو خپرولوته مجبوره کړيدي. ده پدي برخه کي په نامخامخ ډول « د وګړو د حقونو د يوي ټولني امريکن سويل ليبرتيز اونين» شکايت ته ګوته ونيوه، خو نوموړي جمهورريس د خپلي دی پريکړي دفاع هم وکړه، چي د استخباراتو همکاران د اقراراخيستو د دي مناقشي وړ لاروڅخه د استفادي له امله بايد د عدلي اوحقوقی عواقبو څخه ونه دارشی.
اوزیاته يي کړه چي د سي آي ای د همکارانو د هويتونو له پټ ساتلو څخه بل مهم څه شی نشته. نو د همدي لپاره به دي د هغو ساتنه وکړي او د امنيت تضمين به يی وکوي .

اوباما د تيري ۵ شنبي په ورځ له ځانه د پخوا ني جمهورریس جورج بوش د وخت اسناد خپاره کړل. په هغو کي د بنديانو د کړولو او شکنجو ټولي طريقي چي جمهورریس بوش يي د کارولو اجازه ورکړي وه، په جزيیاتو سره ترسيم شوي ذي. پدي کي د ګماني تروریساتانو خوب ته نه پريښودل، د وجود داسي يوحالت کي ساتل چي درد وکوي، په مخ او په لاندنۍ تنه باندي وهل او د بنديانو بربنډول شامل وو.

دا هم څرګنده شويده چي د سي آی ای منصبدارانو د خالد شيخ محمد په مورد کي چي د 2001 کال د سپتمبر د مياشتي د ۱۱نيټي د ګوذارونو مسول بلل کيږي په ۲۰۰۳ کال کي ۱۸۳ ځلي د واتر بوردينګ له سزا څخه چي سړي ته په اوبوکي دغرکيدو احساس پيدا کوي کاراخيستي دي. اوباما زياته کړيده چي د اقراراخيستو لدي لارو څخه بايد په راتلونکي کي نور کار وانخيستل شي.


رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک