1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د عراق د جګړې خلاف د افغانستان جګړه برحقه او ضروري ګڼي

۱۳۸۸ فروردین ۹, یکشنبه

اوباما د نوي ستراتيژۍ سره دوه کاره وکړل: هغه پخوانۍ جګړه چي له پخواني سلف څخه يې په ميراث اخيستې ده، خپله جګړه اعلان کړه او عام خلک يې ددې جګړې له امله د تاوانونو د منلو له پاره چمتو کړل...

https://p.dw.com/p/HMHA
جمهوررييس بارک اوباما او د هغه د ټيم دوه مهوم غړي هيلري کلنټن او د دفاع وزير رابرت ګېټس د افغانستان په اړه د امريکا د نوي ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال
جمهوررييس بارک اوباما او د هغه د ټيم دوه مهوم غړي هيلري کلنټن او د دفاع وزير رابرت ګېټس د افغانستان په اړه د امريکا د نوي ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهالانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما دجمعې په ورځ د افغانستان په وړاندي خپله نوې ستراتيژي وړاندي کړه. چي په هغې کي په توليزه توګه د21000 نوو سرتيرو استول چي ډيری يې د جګړې له پاره په پام کي دي،يوازي 4000 يې د افغانسنان د امنيتي ځواکونو د روزني له پاره ګمارل کیږي.سر بيره پر دې د ملکي مرستو له پاره دکارپوهانو زياتول او په دې ستراتيژۍ کي د ګاونډي هيواد پاکستان شاملول راغلي دي. د المان ږغ راډيو خبريالي کريستينا برګمن د اوباما د نوي ستراتيژۍ دغه ټکي په يوه تبصره کي تر ارزوني لاندي نيولي دي.

دا ټول کارونه په بېړه نه کيږي اوهسي آسانه هم نه دی. د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د عراق د جګړې پر خلاف د افغانستان جګړه برحقه او ضروري ګڼي. دا به ډېر ښه کار وي که چيري نړيوال په دې لاره کي له ده سره مل سي. دا ځکه چي د القاعدې ترهګر او په دې ډول طالبان د ټولو ولسونو له پاره ګواښ ګڼل کيږي. القاعده په نیویارک کي هسي په وژلو لاس پوري کوي، لکه په لندن، مادريد او بالي کي.

تروريستان يهوديان، مسيحيان او مسلمانان وژني. او په وروستيوکلونو کي هغوی د افغانستان - پاکستان د ګډي پولي په اوږدو کي ځای ونيوی. بارک اوباما اوس د هغو پر ضد د يوې هراړخيزي جګړې اعلان وکړی. له دې سره هغه د خپل سلف له اشتباهاتو څخه په عراق کي زده کړل.

جمهوررييس د خپلو جنرالانو مشورو ته غاړه کښېښوده او نورو زياتو سرتيرو د استولو امر يې ورکړی. خو په عيني وخت کي هغه ددې غم هم وخوړۍ چي د افغانستان خپل امنيتي ځواکونه وروزل سي. د افغانستان پوځ څومره چي ژرکيږي، بايد ددې توان پيدا کړي چي د خپل هيواد امنيت خپله وساتي. دا واقعيت چي د تروريستانو پر ضدجګړه يوازي له پوځي لاري برياليتوب ته نه رسيږي، هم په دې ستراتیژي کي منعکس سوي. هغه څوک چي پرله پسې په بمونو سره بې ګناه خلک وژني، هغوی هيڅکله نه سي کولای چي د عامو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي. هو! دا هم د عراق د جګړې يو درس دی.

اوباما اعلان کړی چي القاعده او د هغوی سري تړاو لرونکي کسان هر څوک چي وي بايد و څپل سي.
اوباما اعلان کړی چي القاعده او د هغوی سري تړاو لرونکي کسان هر څوک چي وي بايد و څپل سي.انځور: AP / DW-Fotomontage

سر بېره پر دې، ترټولو يو بل ښه ګام په دې ستراتيژۍ کي اخستل سوی، چي افغانستان او پاکستان ته بايد د يوې سيمه ايزي ستونزي په توګه وکتل سي او د دواړو هيوادونو حکومتونه خپلو دندو ته متوجه کړل سي. بل دا چي غوره ده چي دغه ستراتيژي وخت په وخت تر پلټني لاندي ونيوله سي. که څه هم خبره تل د هغې د عملي کولو پر سر څرخيږي. خو هغه څه چي ددې جګړې په برياليتوب او نه برياليتوب پوري اړه نيسي، يوازي په امريکاپوري تړلې نه دي. لکه څنګه چي اوريدل کيږي اوباما، د خپلي ستراتيژۍ د جوړولو له پاره د خپلو متحدينوڅخه نيولې تر هغو هيوادونو پوري چي د هغوی له پاره دا ستراتيژي په پام کي وه، سلا مشورې کړي دي، هغه څه چي د امريکاپه بهرني سياست کي ساری نه لري.

اوباما چمتو دی چي رهبري وکړي،خو نه غواړي چي يوازي عمل وکړي. ځکه هغه پوهيږي چي امريکا په يوازيتوب سره دغه جګړه نه سي ګټلای. هغه د خپلو متحدينو ملاتړ ته اړتيا لري. په خاصه توګه د ناټو غړي دولتونه بايد په حال راسي او ځان پوه کړي چي هغوی د يو پوځي اتحاد غړي دي نه د سولې د يو ايتلاف.

د تبصري ليکونکې، کريستينا برګمن د خپلي ارزوني په پای کي نتيجه اخلي : اوس د امريکا د متحدينو وار دی چي هر يو په خپل وار سره که بريتانيا ده، که فرانسه او که آلمان د تروريزم ضد جګړه کي هغې ته لاس ورکړي. د ناټو غړي هيوادونه بايد دلیل را نه اوړي چي ګواکي امريکا موږ څخه د مرستي غوښتنه ونه کړه. هر يو بايد په خپل وار سره په دې آزموينه کي چي ناټو په افغانستان کي ور سره مخامخ ده، يو بل ته لاس ورکړي او دا ماموريت برياليتوب ته ورسوي.

Bergmann / عبدالباري حکيم

کتونکی: زيارمل