1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د عربي نړي له بدلونونوڅخه ملاتړ کوو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

ولسمشر اوباما په خپلي بنسټيزي وينا کي د عربي ولسونو د ديموکراتيکوغوښتنو څخه ملاتړ وکړ او وویل د هغه یو فلسطيني دولت چي سرحدونه يي د1967 کال څخه مخکی ټاکل شوي دي جوړيدل د اسراييلو او فلسطين د لانجي د حل يواځني لاره ده

https://p.dw.com/p/11KBj
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

امريکا متحده ايالات د زړه له کومي په منځني ختيځ او شمالي افريقا کي د ديموکراتيک خوځښت څخه ملاتړ کوي او په لبيا او سوريه کي د واکمنو رژيمونو له خوا د برچي په زور د احتجاجونو ټکول غندي. دغه راز متحده ايالات له اسراييليانو او فلسطينيانو څخه غواړي چي له «تعقل اوپراخ ليد» څخه کار واخلي او د «دوو دولتونو حل» نومي پلان باندي سره موافقي ته ورسيږي. دا ټولي غوښتني د ولسمشر بارک اوباما په پروني بنسټيزي وينا کي عنوان شوي، ظاهرا معقولي اود خوښي وړ دي.

دوه کاله مخکي اسلامي نړي ته د اوباما د وينا په پرتله د هغه پروني وينا نه يواځي د لهجي له لحاظه بلکه د واقعيت له لحاظه هم بله بڼه لري.

اوباما د فلسطين او اسراييلو تر منځ د شخړي په اړه د هغه يو يو فلسطینی دولت د جوړښت ته ګوته ونيوله چي د هغه سرحدونه د 1967 کال څخه مخکي تعيين شوي ؤ. هغه وويل د داسي يو فلسطيني دولت جوړيدل د نومړي شخړي د حل يواځينی لاره ده.

اوباما په خپلي وينا کي وويل: «خلک پاڅيدلي دي او د خپلو بنسټيزو بشري حقونو غوښتنه کوي ، دوه مشران بايد له خپلو مقامونو څخه استعفاء وکړي ، نور بايد د هغوي په تعقيب دا کار وکړي. هيڅوک بايد شک ونکړي چې امريکا د دغو بدلونونو تر شا ولاړه نده، هغه بدلونونه چي د هغو په نتيجه کي د سيمي خلک د خپلي خپلواکمني څښتن کيږي او د راتلونکي لپاره يو نوي چانس ور په برخه کوي.»

د متحده ايالاتو ولسمشر په خپلو خبرو کې په څرګند ډول د سوريې په هيواد کې نا اراميو ته ګوته ونيوله او د سوريې جمهور رييس بشار الاسد ته په اشاري سره وويل: « د سوريې حکومت بايد نور په مظاهره کونکو باندي د ډزو څخه لاس واخلي او سوله ايزو لاريونونو ته دي لاره هواره کړي . سوريه بايد په جدي ډول يو داسي ډيالوګ او خبري اتري پيل کړي چې د يموکراسي ته لاري خلاصي شي»

اوباما وويل چي زور زياتي نور کومه ګټه نه کوي. هغه يادونه وکړه چي په تونس، مصر، ليبيا، يمن، بحرين او په نورو هيوادونو کې روان پاڅونه د دي ويندويي کوي.

د متحده ايالاتو ولسمشر وويل د معلوماتو د خپرولو نوي تکنالوژي په دغو بدلونو کي ستر نقش لري. هغه وويل:« د ستاليټ تلويزونونو او انټرنيټ د نړي خلک يو بل سره وتړل . د موبايل ټيلفونونه او ټولنيز ګډ کارونه ځوانانو ته دا موقع او امکان ورکوي چې له يو بل سره اړيکي ونيسي. د هغوي چيغه مونږ ته دا زيري راکوي چي د بدلونونو مخنيوي څوک کولاي نه شي.»

اوباما په هغو هيوادونو کي چي دغه بدلونونه د برياليتوب په لور روان دي د سترو اقتصادي مرستو د ورکړي ژمنه وکړه. د بيلګي په توګه مصر به په راتلونکې کې د امريکا څخه يو ميليارد ډالر تر لاسه کړي .

اوباما د ليبيا په وړاندي د متحده ايالاتو سياست ته په اشاره سره وويل: «مونږ د هر هغي بي عدالتي مخنيوي نه شو کړلاي چي حکومتونه يي د خپلو ولسونو پر ضد کوي، مونږ په عراق کې دا تجربه ترلاسه کړه چي څومره ګرانه ده او په څه قيمت تماميږي چي سړي د قوي په زور يو رژيم بدل کړي، که څه هم دا هڅه په ښه نيت شروع شوي وي. خو په ليبيا کي مونږ د عام قتل له يو وضعيت سره مخامخ ؤ. مونږ د عمل لپاره د نړيوالي ټولني هوکړه ترلاسه کړه او مونږ د ليبيا د خلکو چيغه مو واوريدله.»

د امريکا ولسمشر په خپلو پنځوس دقيقه وينا کي يو ځل بيا د اوسامه بن لادن د مړيني ستاينه وکړه او هغه يې دعام وژني لپاره ګرم وګانه چي کرکه او نفرت يي خپراوه.

کاستن کلاوس/ ګرديوال

کتونکي: عبدالباري حکيم