1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د لاتن امریکا د مشرانو تر سختو قشارونه لاندي دئ

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14eGk

د امريکا د ستري وچې په سرمشريزه کي د متحده ايالتونو او نورو امريکايي هيوادونو تر منځ اختلافات يو ځل بيا راڅرگند سوي دي. دغه سرمشريزه چي د شنبې په ورځ په کولمبيا کي پېل سوه، پکښي مهم موضوعات د کيوبا نه گډون او د نشيي توکو د کارولو قانوني کول ول. د ايالتونو پر ولسمشر باراک اوباما فشار راوړل سو چي پدغو سرمشريزو کي د کيوبا د گډون لپاره هم لاره هواره کړي. متحده ايالتونو پدغو سرمشريزو کي د کيوبا د گډون مخالفت کوي او دغه موضوع په کیوبا کې د دموکراتیکو بدلونونو سره مشروطه کوي. د ویني زویلا ولسمشر هوگو شاویز له دغه سرمشریزې څخه وتلې دئ او کیوبا ته د خپلې ناروغې د درملنۍ له پاره تللی دئ. د نیکراگوا ولسمشر دانیل اورتیگا هم پرته له څه ویلو د غونډې څخه وتلی او ایکواډور لا تر مخه په دغه سرمشریزه کې د کیوبا د نه گډون له امله له دغې غونډې څخه خپل بائیکاټ اعلان کړی دئ.