1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د لوړي مراسم پرځای کړل

۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17O1d

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په رسمي توگه د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیل کړه. په دغه هیواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نزدې دوې نیمي میاشتې وروسته ۵۱ کلن اوباما په سپینه ماڼۍ کې په یوه کوچنۍ غونډه کې د خپل مقام له پاره د لوړي مراسم پر ځای کړل. په پام کې ده چې نن په واشنگټن کې د عامو خلکو په مخکي دغه مراسم یو ځل بیا تر سره شی. ویل شوي دي چي په دې مراسمو کي به شاوخوا ۸۰۰ زر خلک ګډون وکړي. په پام کې ده چې دغه مراسمو ته به ولسمشر اوباما خپله وینا هم واوروي.