1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د منځني ختيځ، افغانستان او پاکستان له پاره خاص استازي ټاکلي

۱۳۸۷ بهمن ۴, جمعه

بارک اوباما د خپل کار په پيل کي د بيړي څخه کار واخستی او پرون يې د امريکا غښتلی ډيپلومات او سیاست پوه ريچارد هولبروک ته دنده سپارلې چي د افغانستان او پاکستان د مسلې د حل له پاره په ډيپلو ماسي فعاليت لاس پوري کړي.

https://p.dw.com/p/Geug
د امريکا جمهوررييس بارک اوباما او د هغه مرستيال بايدن په سپينه ماڼۍ کي
د امريکا جمهوررييس بارک اوباما او د هغه مرستيال بايدن په سپينه ماڼۍ کيانځور: AP

د امريکا د متحدو ايالتونو نوي ولسمشر بارک اوباما په دوو کړکيچنو سيمو ، منځني ختيح او افغانستان او پاکستان له پاره دوه شخصيتونه له ډيرو اختيارونو سره ګمارلي دي. د بالکان په لانجه کي د امريکا باصلاحيته استازی ريچارد هال بروک، د افغانستان او پاکستان له پاره، او د شمالي ايرلنډ منځګړی جورج ميچل د منځني ختيځ له پاره ګمارل شويدي.

هالبروک 67 کلن دی. دغه تکړه ډيپلوماټ ته په افغانستان او پاکستان کي د سولي مأموريت د ستونزمنو شرايطو لومړنۍ تجربه نه ده. دی مخکي په آلمان کي د خپل هيواد سفير وو، د بيل کلينتون د ولسمشرۍ په دوران کي يې د اروپا په کړکيچ کي د اورمړ حيثيت درلود. ده د بوزنيا او کوسوو په جګړو او يا د قبرس په مسأله کي خبري په انډول او په قاطعيت پرمخ بېولي. ده په 1995 کال کي د دايتون په کنفرانس کي چي د بوزنيا او هيرزوګووينيا د لانجو په اړه جوړ شوی وو، خپله ډيپلوماتيکه وړتيا وښودله. او د خپل کار ستر برياليتوب يي لاسته راووړ.

د ريچارد هال بروک مور د آلمان له شتوتګارت څخه ده. دی نه يوازي يو ډيپلوماټ دی، بلکي د ورځپاڼي او سوداګر بريالی مسول مشر هم دی. په 1985 کال کي د اتو کالو له پاره د امريکا د پانګي اچوني د وتلي بانک « لهمان برادرز» لارښود مشر وو.

د امريکا تګړه ډيپلوماټ ريچاد هولبروک
د امريکا تګړه ډيپلوماټ ريچاد هولبروکانځور: picture-alliance/ dpa

په 1993 کال کي په جرمني کي د امريکا سفير شو، د نهو مياشتو په لړ کې د آلماني سياستوالو په منځ کي ډير شهرت ترلاسه کړ.

هال بروک چي د دايتون د جوړو جوړوونکی دی، چي د هغه پر بنسټ د بوزنيا جګړې پاي ته ورسېدې. اوس دی د امريکا د متحدو ايالتونو د سياسي مشي په اړه د يوې همږغي شوي ستراتيژۍ مسوليت په غاړه اخلي.

هال بروک اعتراف کړی چي افغانستان او پاکستان دوه «خاص» هيوادونه دي چي تاريخ او قومي اړيکي دواړه سره نښلوي. ده په دغه ماموريت کي د ده د ګمارلو په اړه ويلي:« څرنګه چي ټول پوهيږو دا يوه ستونزمنه ګمارنه ده».

اوباما، افغانستان - چي طالبان پکښي د 2001 کال له راپرزيدو وروسته، د بوش په دوران کي بيرته راپيدا شول، له ترهګرۍ سره په جګړه کي«مرکزي جبهه» بللې. اوباما د بوش سياست تورن کړی چي پر عراق باندي له بريد سره يې افغانستان ته پاملرنه نه ده کړې.

اوباما افغانستان، پاکستان او منځني ختيځ ته د هال بروک او جورج ميچل په ګمارلو ويلي، زه او د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن دغه استازي ټاکلي دي « څو د خپلو موخو جديت. دهغو ننګونو د ستونزمنتوب په رڼا کي بيان کړو چي ورسره مخامخ يو.»

د اوباما په واسطه ددغو دوو درنو استازو ټاکل، له نړيوالو چارو سره دده د ادارې مينه ښودل دي. او دا خپله د پخواني جمهور رييس سره دده توپير ښيي، چي له دا ډول ګامونو سره يې مخالفت ښوده.