1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د منځني قشر له پاره مبارزه کوي

dpa,afp,cnn۱۳۹۳ بهمن ۱, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ولس ته په خپله کلنۍ وینا کې د کانگرس له دواړو خونو څخه د امریکا د یوه نوي پېل غوښتنه وکړه. هغه وويل چي پر پڅي اقتصادي ودي او بې روزگارۍ باندي برلاسه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1ENcQ
انځور: Reuters

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ملت ته په خپله وینا کې وویل: «نن شپه موږ پاڼه اړو.» د اوباما په وینا اوس هغه وخت رارسیدلی دی، چې په ټينگه د منځني قشر ملاتړ وشي. هغه زیاته کړه چې په امریکایي ټولنه کې باید هر عادلانه چانس ولري.

د اوباما په وینا داسي ټولنه دمنلو نه ده، چې یوازي لږ برخه ترې گټه اخلي. هغه دغه راز په خپله وینا کې له بډايو امریکايانو څخه د زیاتي مالیې د اخیستو غوښتنه وکړه. د هغه په خبره له ډیر عاید څخه به د منځني قشر له پاره امتیازات تمویل کړل شي.

جمهوري غوښتونکي خنډونه رامنځ ته کولای شي

خو هغه څه چې نامعلومه دي، هغه دا دي چې آيا اوباما به دغه وړاندیزونو عملي کړای شي؟ په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت له کبله کيدای شي ډیري طرحې له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د اوباما تر وینا دمخه لا محافظه پالو دا خبره په ډاگه کړې وه، چې پر شتمنو بانديي د ماليې ډېرښت ته، د اقتصادي ودې د یوه خنډ او بریالتوبونو ته يې د یوې غیر عادلانه جزا ورکولو په سترگه گوري او په وینا یې هغه به رد کړي. خو اوباما خبرداری ورکړی وو چي که چیري اپوزیسیون په ټولنیزو خدماتو کې د ښه والي لکه په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو او یا د غیر قانوني کډوالو د ملاتړ په برخه کې د اقداماتو د بیرته پر شا کولو هڅه وکړي، هغه به د ولسمشر په توگه د «ویتو له صلاحیت» څخه کار واخلي.

او باما د بهرني سیاست په برخه کې د «امریکا د یوه هوښیار مشرتوب» غوښتنه وکړه: «موږ هغه وخت په ښه توگه مشرتوب کولای شو، چې پوځي قوت له یوې پیاوړي دیپلوماسۍ سره یو ځای کړو.»

په عین وخت کې اوباما خپل ولس ته د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د اوږده پوځي ماموریت ژمنه وکړه. هغه وویل: «دغه هڅي به وخت ونیسي. تمرکز ته به اړتیا ولري. خو موږ به بریالي شو.»

بارک اوباما په عین وخت کې په عراق او سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد په هوایي بریدونو کې لومړنیو بریاوو ته اشاره وکړه.

کانگرس باید ماموریت تائید کړي

په عین حال کې اوباما د کانگرس پر استازو غږ وکړ چې د «اسلامي دولت» پر ضد، ده ته د یوه پوځي ماموریت رسمي وکالت ورکړي. «موږ بايد نړۍ ته وښيو چې په دغه ماموریت کې متحد یو.»

د اوکراین په کړکېچ کې اوباما، کیف ته د ملاتړ ډاډ ورکړ. هغه وویل چې روسیې په خپل «تیري» ځان منزوي کړ او خپل اقتصاد یې «خراب» کړ. اوباما زياته کړه، چې بالاخره د گوانتانامو زندان تړل غواړي، د ایران د اټومي شخړې ختمیدل غواړي.

هغه زیاته کړه چې د سایبري بریدونو په برخه کې د خوندیتوب پریکړنده گامونه باید واخیستل شي.

اوباما ته ډيري چکچکي وسوې
اوباما ته ډيري چکچکي وسوېانځور: Reuters