1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د هستوي وسلو د راکمولو غوښتنه وکړه

سابینه کین کارتس/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د آلمان په پلازمینه برلین کې د چهارشنبې په ورځ شپږ زرو کسانو د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما تاریخي وینا تعقیبوله. اوباما په خپله دغه وینا کې د اتومي وسلو د کمولو له پاره یو نوی وړاندیز وکړ.

https://p.dw.com/p/18tQ6
انځور: Odd Andersen/AFP/Getty Images

د بارک اوباما د وینا د اوریدو له پاره راغلو خلکو په سختې ګرمۍ کې درې ساعته انتظار وایست، ترڅو اوباما د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل او د برلین له ښاروال کلاوس وورایت، سره دغه ځای ته پیاده راغی.

خو کله چې د برلین ښاروال خبرې پیل کړې او د ۱۹۸۹م کال څخه د مخه دورې یادون یې وکړ، د نندارچیانو ګرمي له یاده ووته. د برلین ښاروال وویل: «یو وخت په دې ځای کې دیوال جوړ شوی وو، چې برلین او نړۍ یې په بې رحمانه توګه ویشلې وه.» هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دغه وخت کې د امریکا متحده آیالات د اعتماد وړ یو ملګری وو.

تیر تاریخ ته کتنه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د خپلې وینا په پیل کې د براندنبورګ دروازې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دغه دروازه، زموږ د ټول هیواد له پاره، د دې ښار له پاره او زما له پاره د آزادۍ یو سمبول دی.»

هغې وویل په دې دلیل دا د افتخار او خوښۍ ځای دی چې دقیقا په همدغه ځای کې د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما هر کلې کوي.

تر دې وروسته میرکل په خپله وینا کې په آلمان کې د جګړې پر وخت د متحده ایالاتو نقش ته په اشارې کولو سره وویل: «د امریکا متحده ایالاتو دوستي، یاري او وفاداري بې سارې ده او په ژوره توګه یې زموږ په زړونو کې ځای نیولای دی.»

د میرکل په وینا آلمانان په راتلونکي کې هم د متحده ایالاتو پر ملګرتیا باندې حساب کوي: «په ۲۱مه پیړۍ کې د بحر اتلانتیک مشارکت د ټولو د آزادۍ امنیت او سوکالۍ له پاره کلیدي اهمیت لري.»

تر دې وروسته د زرګونو کسانو د چکچکو په بدرګه بارک اوباما خپله وینا پیل کړه، په برلین یې سلام ووایه او د آلمان د صدراعظمې یې د رهبري کوونکي نقش او دوستۍ له امله مننه وکړه.

Obama in Berlin Rede Brandenburger Tor
انځور: Reuters

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، دا یو واقعیت دی چې د آلمان صدراعظمه او دی خپله په دې ورځ د براندنبورګ په دروازه کې ولاړ دی. هغه وویل دا د دې ښکاروندوي کوي چې هیڅ دیوال د سولې او عدالت د فشار پر وړاندې مقاومت نه شي کولای. اوباما د خپلو خبرو په تعقیب، کابو شپیته کاله وړاندې د آلمان د دموکراتیک جمهوریت (ختیځ آلمان) د خلکو د پاڅون یادون او لمانځنه وکړه.

د ځان ستاینې پر وړاندې خبرداری

اوباما د خپلو خبرو په ادامه کې وویل چې د تاریخ په اوږدو کې سړی کولای شي د برلین برخلیک په څو ټکو کې راونغاړي: «آیا غواړو آزاد ژوند وکړو، که په زنځیرونو کې؟ غواړو چې بشري حقونه خوندي وساتو که غواړو د هغو رژیمونو لاندې ژوند وکړو چې دغه حقوق ځپي؟»

هغه زیاته کړه: «د برلین د دیوال د نړیدو دوه لسیزي وروسته هم، متوجه کیږو چې ځیني وختونه په لویدیځه دموکراسۍ کې د ځان ستاینې لمن پراخیږي.»

بارک اوباما په خپله وینا کې یو ځل بیا پر نړیوالو انټرنیټي شبکو باندې د متحده ایالاتو د شخړه ییز استخباراتي څار څخ دفاع وکړه. هغه وویل چې دغه پروګرام د خلکو د خوندي ساتلو له پاره جوړ شوی دی. خو هغه پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې د هغو کسانو نظرونه چې په دې اړه متفاوت دې باید واوریدل شي. بارک اوباما د خپلو خبرو په پای کې په ټوله نړۍ کې د اتومي وسلو د راکمولو له پاره یو نوی وړاندیز وکړ.