1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د هیلري کلنټن د کاندیداتورۍ ملاتړ کوي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

په رسمي توگه تر اوسه اعلان نه دی شوی، خو په واشنگټن کې داسې پخې آوازې دي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلټن به ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي.

https://p.dw.com/p/1F6cf
انځور: Kamm/AFP/Getty Images
تمه کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن به د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د اپريل ۱۲مه) په رسمي توګه ځان د ولسمشرۍ د چوکۍ له پاره د علاقمندي کانديدي په توګه اعلان کړي. بارک اوباما په پاناما کې د امریکا د ستري وچې د هيوادونو د سرمشریزې غونډې تر څنګ وویل:« زه فکر کوم چې هغه(هیلري کلنټن)به یوه ډیره ښه ولسمشره وي.»
اوباما زیاته کړه چې میرمن کلنټن په ۲۰۰۸ کال کې د دیموکراټانو د گوند په داخلي انتخاباتو کې د هغه په مقابل کې ډیره غښتلې کاندیده وه. نوموړي وړاندي وویل چې په ولسمشریزو تاکنو کې له هغه څخه د میرمن کلنټن ملاتړ ډیر مهم وو. اوباما د کلنټن د کار ستاینه هم وکړه او وویل چې نوموړې د بهرنیو چارو یوه ډیره برجسته وزیره وه.
کانديداتوري د انټرنټ له لاري
د امریکایې رسنیو په حواله د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بل کلنټن میرمنه هیلري کلنټن به د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د ډيموکراټانو ګوند ته د ولسمشرۍ د کاندیداتورۍ له پاره عريضه وړاندي کړي. نوموړې به د دیموکراتانو په گوند کې دننه خپل د نوماندې اعلان د خلکو په عام محضر کې نه، بلکې د ټولنیزو شبکېوتویټر او په انټرنټ کې د یو ویډیوې پيغام له لارې وکړي.
د ۲۰۰۸ کال برخلاف دا وار د دیموکراتانو د گوند په داخلي انتخاباتو کې دغه ۶۷ کلنه نومانده په خپل گوند کې دننه کوم قوي سیال نه لري. ټاکل شوې ده چې په امریکا متحده ایالاتو کې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې په ۸ نیټه ترسره شي. د امریکا د قانون پر اساس بارک اوباما د دریم ځل له پاره په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان کاندیدولو حق نه لري.
د« پولیټیکو» انټرنټي مجلې د رپوټ پر بنسټ « د اقتصادي لحاظه د متوسط قشر اندیښنو ته ځواب ویل او د یوې مبارزي میرمنې په توگه د ښځو د حقونو په برخه کې مبارزه کول» به د میرمن کلنټن د ټاکنیز کمپاین شعار وي. ویل کیږي چې دغه سیاستواله غواړي په راتلونکو اونیو کې د آیو وا او نیو همپشایر ایالتونو ته سفر وکړي، په کومو کې چي عموما مقدماتي ټاکنې تر نورو سيمو مخکې ترسره کیږي.
د نورو رپوټونو پر بنسټ د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د نیویارک ښار په مانهېټن ناحيه کې یو دوه منزله ودانۍ لا د پخوا څخه په کرایه نیولې، څو د خپل انتخاباتي کمپاین د مرکز په توگه ترې استفاده وکړي. همدارنگه نوموړي د گوگل انټرنټي شبکې یوه مشره د خپل انټرنټي ټاکنیزې مبارزې د دفتر د مدیرې په توگه گمارلې ده.
د اټکلونو له مخي به د جمهوري غوښتونکو د ګوند څخه د نورو تر څنګ د فلوريډا پخوانی والي جېب بوش هم ولسمشرۍ ته کانديد کړي. نوموړی د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش ورور دی. اټکل کيږي چي په وروستي پړاو کي به اصلي سيالي د کلنټن او د بوش تر منځ وي.