1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د وسلو په اړه ۲۳ فرمانونه لاسلیک کړل

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د وسلو له اسيته د رامنځته کیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره ۲۳ فرمانونه لاسلیک کړي دي. هغه د امریکا پر سنا باندي غږ وکړ چې په دې برخه کې جدي تدابیر ونیسي.

https://p.dw.com/p/17LVx
انځور: Reuters

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ ۲۳ فرمانونه لاسلیک کړل چې د سنا تأیید ته اړتیا نه لري. هغه د متحده ایالاتو پر سنا باندې هم غږ وکړ چې د وسلو له کبله د رامنځته کیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره په جدي اقداماتو باندې لاس پورې کړي.

د دغو فرمانونو وړاندیز د ولسمشر اوباما د مرستیال جو بایدن، له خوا شوی دی. اوباما په نیوتاون کې د ۲۰ ماشومانو په ګډون د ۲۶ تنو تر وژل کیدو شاوخوا یوه میاشت وروسته، دغه فرمانونه اعلان کړي دي.

د اوباما په نوو فرمانونو کې د وسلو د بامسئولیت مالکیت په اړه د یوه کمپاین په لاره اچول، په کورونو کې د وسلو د ساتلو د ځای تر نظره تیرول او په ښوونځیو کې د داسې یوه روزنیز پروګرام په لاره اچول چې له مخې یې ښوونځي د یوه وسلوال برید پر وړاندي ښه غبرګون وښول شي، شامل دي.

اوباما د خپل هیواد پر کانګرس باندي غږ وکړ چې په دې برخه کې لا سخت تدابیر ونیسي. هغه وویل چې سنا باید داسې قوانین جوړ کړي چې له مخې یې د وسلو د پیریدونکو سابقې وڅیړل شي، پوځي وسلو ته ورته وسلو باندي بندیز ولګول شي او د شاجورو ظرفیت محدود شي.

اوباما چې د دغو فرمانونو د اعلانولو په مناسب په جوړ شوي محفل کې خبرې کولې وویل چې سنا باید عمل وکړي. په دغه محفل کې د نیوتاون د پېښې د قربانیانو خپلوان هم حاضر ول.

تر دې مخکې د نیویارک ایالت د وسلو له کبله د رامنځته کیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره یو قانون تصویب کړی وو. چې له مخې یې د وسلو د پیریدونکو سابقه څیړل کیږي او هغو کسانو ته د وسلو د مالکیت اجازه نه ورکول کیږي چې په رواني ناروغیو باندې اخته وي.

د نیویارک والي اندریو کیومو، دغه قانون د سه شنبې په ورځ لاسلیک کړ. د دې قانون له مخې اوس باید د اوسېدونکو رواني حالت هم وڅیړل شي. د نیویارک والي د متحده ایالاتو سنا ستایلې ده چې د دغه قانون د منلو په برخه کې یې سمدلاسه اقدام کړی دی.

په متحده ایالاتو کې هغه وخت د وسلو د مالکیت په اړه بحثونه تاوده شول، چې د دې هیواد په نیوتاون ښار کې یوه وګړي په «هوک لومړني ښوونځي» کې شل تنه ماشومان او شپږ مشران ووژل.

نوی قانون د «امن نیویارک» په نامه لاسلیک شوی دی. په دغه قانون کې کوښښ شوی دی چې مخکې له دې چې يو څوک وسله رانیسي د هغوی سابقه، رواني روغتیا او د وسلو د مرمیو د لېږد ظرفیت تر کره کتني لاندي نیول کیږي.

د اوسني قانون له مخې باید د رواني روغتیا کارپوهان د هغو کسانو په اړه چارواکو ته خبر ورکړي، چې کیدای شي د وسلو تر ترلاسه کولو وروسته، خپل ځان او یا هم نورو کسانو ته تاوان ورسوي. په دې صورت کې به نو پولیس د دې حق ولري چې د دغو کسانو وسلې ضبط کړي.

د نیویارک ګورنر په دې اړه ویلي دي: «دا یوه واضیح خبره ده، هغه کسان چې رواني ستونزي لري باید وسلو ته لاسرسی و نه لري.»