1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ټرمپ او نورو په هکله ټوکې وکړې

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۲, یکشنبه

سپيني ماڼۍ ته سږ کال ولسمشرۍ ته ولاړ کانديد بېرني سېنډرز، مرستيال ولسمشر، جو بايدن، د بهرنيو چارو وزير، جان کېري او د نيو يارک ښاروال، مايکل بلومبېرګ، وربلل شوي ول.

https://p.dw.com/p/1IfxU
انځور: Reuters/Y. Gripas

په واشنګټن کې د خبريالانو په کلنۍ مېلمستيا کې د متحدو آيالاتو ولسمشر د ډوډۍ خوړلو پر مهال تل ډېرې ټوکې کوي. په وروستي ځل د ويناوال په صفت اوباما اوس ټرمپ په نخښه کړ.

په سپينه ماڼۍ کې له واشنګټن مېشتو خبريالانو سره په مېلمستيا کې د متحدو آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د توقع سره سم، په ډېر خوند سره د ولسمشرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکي کانديد، دونالد ټرمپ په هکله ټوکې وکړې.

د مخالفينو، ملګرو او د ځان په هکله هم ټوکې

اوباما په بهرني سياست کې د خورا شتمن ملياردر، ټرمپ بې تجربګۍ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دی خپله حيران دی چې ټرمپ ولې په دغه مېلمستيا کې برخه وانه خيستله. اوباما وويل چې کېدای شي ټرمپ مېلمستيا ته نه دی ورغلی ځکه چې هغه ډېر بوخت و او د آلمان صدر اعظمې «انګلا مېرکل ته يې ښايي د تيوتر د لارې سپکې سپورې لېږلې وي.»

اوباما په دې ترتيب له تيوتر سره د ټرمپ لېوالتيا ته اشاره وکړه او دا يې هم په دغه خبره کې راونغښتل چې ټرمپ په وار وار د آلمان د صدراعظمې د کډوالۍ پر سياست انتقادونه کړي ول. که ټرمپ د متحدو آيالاتو ولسمشر شي، نو به د اوباما په خبره د سپينې ماڼۍ مخکې د اوبو فواره د لامبو په يو حوض باندې بدله شي او د ننوتلو په تالار کې به ولاړې ستنې له سرو زرو څخه جوړې شي.

د اوباما ګوندي ملګري هم، يعنې ولسمشرۍ ته ولاړ دموکرات نوماندان، هيلري کلينټن او برني سېنډرز او همداراز مرستيال ولسمشر جو بايدن، د اوباما د ټوکو ټکالو ښکار وګرځېدل. خو اوباما په تېره بيا د خپل ځان په هکله ټوکې کولې: اوباما خپل ځان د خپلې دندې څخه د ګوښه کېدلو نهه مياشتې مخکې يو زوړ شوی سړی وباله چې وېښته يې سپين شوي دي او کوم چې د شپې هم سم خوب نه شي کولای ځکه چې په پر له پسې توګه بايد تشناب ولاړ شي.

سياسي مخکښان او د هاليووډ ستوري

په پلازمېنه واشنګټن کې خبريالانو ته کلنۍ مېلمستيا هر کال تر ټولو زياته پاملرنه ځان ته اړوي. د هېواد سياسي مشرتابه پکې پراخ حضور لري.

د ولسمشر تر څنګ سږ کال ولسمشرۍ ته ولاړ کانديدان بېرني سېنډرز، مرستيال ولسمشر، جو بايدن، د بهرنيو چارو وزير، جان کېري او د نيو يارک ښاروال، مايکل بلومبېرګ، وربلل شوي ول. سربېره پر هغوی د هاليووډ فلمي ستوري هم ورغلي ول.

سږ کال د نورو تر څنګ فلمي لوبغاړي ويل سميت، مورګن فريمن، ووپي ګولدبرګ، جېف ګولدبلوم او رېچل مک ادمز دغې مېلمستيا ته وربلل شوي ول.