1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د پناه وړونکو ماشومانو د اخراج گواښ وکړ

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۴, شنبه

د امریکا پولیس هره ورځ له مکسیکو سره په گډه پوله کې په سلهاو کډوال ماشومان چي په خپلو هیوادونو کی له استثمار، جنایي جرایمو او سختې بی وزلی سره لاس او گریوان دي، نیسي. ډیري یې بیرته استول کیږي.

https://p.dw.com/p/1CjLr
انځور: REUTERS

د غیر قانوني پناه وړنکو ماشومانو د زیاتیدو له امله ولسمشر بارک اوباما د یوی بیړنې حل لارې په لټه کې دی. د مرکزي امریکا د دولتونو له مشرانو سره په خبرو کي اوباما یو ځل بیا د دغو ماشومانو د ایستلو گواښ وکړ.

د هوندوراس، اېلسلوادور او گواتيمالا له ولسمشرانو سره په خبرو کی اوباما وویل: «ما ټینگار کړی دی چي د امریکا خلک او زما حکومت تاسو سره ستره خواخوږي لري. خو په عین وخت کې د متحده ایالاتو قانون باید مراعت شي او د دې مخه باید ونیوله شي چې ماشومان ځانونه له سترو خطرونو سره مخامخ کړي.»


بارک اوباما له هغو سره د خپلو خبرو په دوام کی وویل چې هغه ماشومان او ځوانان چې د پناه ورکولو مستحق نه گڼل کیږی باید « په یو ډول بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي». د خپلې وینا له مخې هغه د مرکزي امریکا د دولتونو له مشرانو سره په دی برخه کې پر همکارۍ باندي موافقه کړې ده: «زه ټینگار کوم چي د یو قانوني او بشري پروسې په چوکاټ کی هغه ماشومان او کورنې چي د اقامی قانونی اجازه نه لري، بیرته خپل هیواد ته واستول شي.»

« بې وزلي او جنايي جرايم اصلي لاملونه دي»

اوباما د مرکزي امریکا له مشرانو څخه وغوښتل چي د کډوالو ماشومانو مخه ونیسي. هغه وویل چي له دې موافقې سره د ماشومانو په اړوندو هیوادونو کې باید د بې وزلې او جنایي جرایمو اصلي لاملونو پرضد مبارزه وشي. نوموړي مشران هیله من دي چي د ماشومانو په گټه د حل لاره پیدا شي.

د هندوراس ولسمشر یوهان اورلاندو هیرناندیز وویل: « مونږ د ماشومانو او میندو د بیرته یو ځای کیدو په برخه کی همکاري کوو، که چیری لږ تر لږه د ماشوم مور یا پلار په متحده ایالاتو کي میشت وي. هغوی حقوق لري او باید هغو ته درناوی وشي.»

د تیر کال د اوکتوبر د میاشتې را په دی خوا ۵۷ زره ماشومان د خپلو میندو او پلرو له ملتیا پرته په غیر قانوني توگه امریکا متحده ایالاتو ته اوښتي دي. د حکومت د اټکلونو له مخې ترمني پورې به د هغوی شمیر ۹۰ زرو پوری ورسیږي. ډیري دغه ماشومان او نوي ځوانان له هوندوراس، السلوادرو او گوایتمالا څخه راځي. ډیری وخت هغوی خپله برخه لیک انسانی قاچابرانو ته سپاري.

د اخراج د پروسې گړندي کول

په ډله ایزه توگه متحده ایالاتو ته د پناه وړونکو ماشومانو رسیدو سره د نوموړي هیواد د کډوالو ادارو باندي فشار زیات شوی او د متحده ایالاتو د ناقلینو سیاست په هکله بحثونه تند شوي دي. د جولای په پیل کې اوباما له کانگرس څخه د ۳،۷ ملیارد ډالرو د ځانگړې بودجې غوښټنه وکړه ترڅو د مکسیکو په پوله کې د ناخوال بشري وضعیت سره مبارزه وشي.

له دغو پیسو سره د کم عمرو پناه وړنکو د اعاشې او سر پناه لگښتونه باید تمویل شي او سر بیره پر دی سپینه ماڼۍ غواړي چي له دغې بودجې سره د پناه وړنکو دوسیو باندي د غور لپاره نوي قاضیان وگماري ترڅو د پناه وړنکو د اخراج پروسه گړندې کړای شي.

خو دا له امکان څخه لیری ښکاري چي کانگرس دي دغه بودجه په بشپړه توگه ومني. سربیره پر دې گمان نه کیږي چې د اگست په میاشت کې د کانگرس د دوبي له رخصتی څخه مخکی دې په دې هکله کوم تصمیم ونیول شي. بله خبره دا ده چې د کانگرس دواړه گوندونه د هغه قانون په هکله شخړه لري چې په ۲۰۰۸ کال کې د پناه وړنکو ماشومانو لپاره د پراخو حقوقو ضمانت کوی.

کانگرس په دې لټه کي دی چي د دغه قانوني حقونه اوس بیرته محدود کړي. دغه راز جمهوري غوښتونکي غواړي چي اوباما دي د ۲۰۱۲ کال خپل هغه یو شخړه ایز فرمان بیرته واخلي چې د ځینو هغو ځوانانو چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د اخراج مخه نیسي. هغوی پر ولسمشر تور لگوي چي له دغه فرمان سره یې پناه وړونکي ماشومان متحده ایالاتوته هڅولي دي.