1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د کلوراډو ایالت ته سفر کړی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15dHN

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ د کلوراډو ایالت د ارورا، سیمې ته سفر کړی دئ چیرې چې د جمعې په ورځ په یوه سینما کې په یوه پیښه کې د ۱۲ کسانو د وژل کیدو سربیره ۵۸ تنه ټپیان شوي وو. دغه پیښه د جمعې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه چې یو تن په سینما کې په ډزو پیل وکړ. اوباما په دغه پيښه کې د زیانمنو شوو کورنیو او په دغه پیښه کې د ژوندي پاتې شوو یو شمیر کسانو سره خبرې وکړي. اوباما په خپلو خبرو کې وویل چې تورن کس به د متحده ایالاتو د عدلي سیستم له خوا په پوره قوت سره محاکمه شي.