1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د گوانتانامو زندان په هکله خپله ژمنه پوره نه کړه

۱۳۸۹ اسفند ۱۸, چهارشنبه

بارک اوبام اوس تر هغي وعدې تيرسوی چي په گوانتنامو زندان کښي يې د پوځي محکمې د تړلو په اړه کړې ول. هغه اوس د ددغو بنديانو لپاره په گوانتنامو کښي د يوې پوځي محکمې جوړيدو ته زرغون څراغ لگولی.

https://p.dw.com/p/R7fh
يو تن زنداني پوښتنو گرويږونو ته په لاره
يو تن زنداني پوښتنو گرويږونو ته په لارهانځور: AP

د جمهور رئيس بارک اوباما پرېکړه د انتظاره څخه ليري نه ول. خو يو څه بې وخته وه.

سپيني ماڼۍ د جمهور رئيس دغه فيصله نامه چي په تحريري ډول پر يوې سپينې پاڼي ليکل سوې وه ، خلکو ته ورښکاره کړه.

اوباما په خپله دومره د کمرې څخه نه بيريږي او ځيني وخت حتي غير مهم شيان هم د کمرې په مخ کي مهم کوي. خو دا وار يې نه غوښتل دغه فيصله په خپلو الفاظو سره په تلويزيون کي بيان کړي. دا ځکه چي ده پخوا تل پر دې خبري ټينګار کاوه چي«ما په تکرار سره ويلي دي چي ددې قصد لرم چي د ګوانتانامو زندان وتړم او دا کار به هم وکړم».

په دغه کار کي اوباما دومره متحدين پيدا نکړل. د امريکا کانګرس هم په دې اړه ډېري فيصلې وکړې چي د ګوانتانامو د زندان بنديان دي په امريکا کي محکمې ته راوکښل سي.

همدارنګه خارجي هيوادونو هم ددغو بنديانو په قبلولو کي ځند راوستی. نو ځکه د ګوانتانامو موضوع همداسي پاته سوه او هيڅ کوم تغيير پکښي را نه غلی.

بن ويتس چي د بروکينګ په نامه مرستندويي ټولني غړی دی د اوباما ددغي نوي فيصلې په باب چي د بنديانو په مقابل کي دي پوځي محکمه پيل کړي، وايي چي دا ددغو زندانيانو په مقابل کي د پخوانۍ کړنلاري يو نوي شکل دی.

اوس هم په دغه زندان کي ۱۷۰ تنه بنديان اوسيږي. ددوي څخه د اکثرو په مقابل کي بايد اوس يوه نظامي محکمه دايره سي. اوس د امريکا دولت غواړي د هغوی په مقابل کي ژر تر ژره نظامي محکمه دايره کړي.

د نورو پاته زندانيانو دوسيې به هم لږترلږه په منظم ډول د يوه کمېسيون له خواتعقيب سي. خو هغه زندانيان چي د هغوی اقرارونه دونه مهم نه دي دا ځکه چي دغه اقرارونه د شکنجو په وسيله ورڅخه اخيستل سوي دي، خو بيا به هم هغوی آزاده نه سي ځکه اوس هم خطرناکه شمېرل کيږي.

دا ځکه چي د هغو زندانيانو د جملې څخه چي آزاده سوي دي د هغوي يو پر پنځمه برخه بيرته د تروريستي ګروپونو سره يوځای سوي دي. د اې سي ال يو په نامه د بشري حقونو د کمېسيون څخه حنا شمسي وايي چي په دې کار سره به اوباما د ګوانتانامو د زندان په حالت کي دونه ښه والي را نه ولي.

« لس ورځي پس له دې چي اوباما جمهور رئيس سو. د بشري حقونو په برخه کي دده دريځ ډېر ښه ثابت سو خو وروسته مخ پر کښته سو.»

د هغو نهو تنو زندانيانو څخه چي اوس بايد نظامي محکمې ته راوکښل سي اول يې بايد عبدالرحيم ال نشيري وي. پر ده باندي تور لګول سوی دی چي په ۱۹۹۹ کال کي يې د يمن په پايتخت کي پر يوې امريکايي اډې باندي يو بريد تر سره کړي ؤ چي په نتيجه کي ۱۷ امريکايي سمندري عسکر وژل سوي وه.

رودريگر/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل