1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: راتلونکي څلور کاله به د تيرو اتو کالو څخه توپير ولري

۱۳۸۷ شهریور ۸, جمعه

دامريکا په ډينور ښارکي د ډيموکراټ ګوند څلور روځنۍ غونډه د پنجشنبې په شپه د باراک اوباما، په وينا پای ته ورسيده

https://p.dw.com/p/F7Ie
د امريکا راتلونکي ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما د ډيموکراتانو د ګوند د څلور ورځنۍ غونډي په وروستۍ ورځ د وينا پر وخت
د امريکا راتلونکي ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما د ډيموکراتانو د ګوند د څلور ورځنۍ غونډي په وروستۍ ورځ د وينا پر وختانځور: AP

د امريکا د ډيموکراټانو ګوند خپله مهمه غونډه د رواني مياشتي په پنځه ويشتمه پيل کړه. چي پدې غونډه کي د نوموړي ګوند 4000 استازو،تر 15000 زياتو ژونالستانو او ګڼ شمير ميلمنو ونډه اخستې وه. دغونډي په وروستۍ ورځ چي د پنجشنبې ورځ وه، تر 80000 زياتو انسانانو ونډه واخيسته. دغه غونډه د فټبال په يوه لوبغالي کي تر سره سوه. که څه هم چي پخوا هم د نورو اولسمشرۍ د کانديدانو لپاره د ګوند ستري غونډي جوړي سوي وې، خو دغه يوه تاريخي غونډه وه.

راغلو اتيازرو کسانو د امريکا په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره د اولسمشرۍ د يوه تور پوستي کانديدېدل وليدل. اوه څلوېښت کلن سناتور باراک اوباما چي، د امريکا په تاريخ کي لومړۍ تور پوستی د اولسمشرۍ لپاره کانديد دی، په دغه روځ ده په رسمي توګه خپله کانديدي ومنله. چي په چکچکو بدرګه کيده.

بارک اوباما او جان ميکېن
بارک اوباما او جان ميکېنانځور: AP Graphics/DW

نوموړي په خپله وينا کي د جمهوريت غوښتونکو دګوند پر کانديد جان ميکېن او دهغه پر ګوند باندي ډيري سختي او غير عادي نيوکي وکړې. نوموړي وويل چي دجمهوريت غوښتونکودګوند حکومت په اقتصادي، ټولنيز او په همدې ډول په امنيتي سياست کي نا سمي پريکړي کړي او په دغو ډګرونو کي پاته راغلی دی.

اوباماوويل:«موږ دلته ځکه راټول سوي يو چي ددې هيواد سره مينه لرو. موږ غواړو چي راتلونکي څلور کلونو د تيرو اتو کلنو څخه توپير ولري. موږ بايد د نوامبر پر څلرمه را پورته سو او وو ايو چي ! بس! اته کاله بس دي.»

د کارپوهانو په آند اوباما، پخپله ستوزمنه آزموينه کي بريالی سو، ولي چي هغه پدې وتوانيدی چي پدغه ورځ ځان د يوه تازه او نوښتګر کانديد په توګه وښيي. هغه نه يوازي داچي د خلګو ليوالتيا ځان ته راجلب کړه، بلکي دايې هم څرګنده کړه چي دی په سخته توګه د نيوکوکولو څخه هم ډه ډه نه کوي.

د ډيموکراټ ګوند پخپله دغه غونډه بريالۍ ارزولې ده. د ويناو تر څنګ پدغه غونډه کي د ساعت تيري لپاره هم تيارۍ نيول سوي وې. د بيلګي په توګه پدغه غونډه کي نامتو سندرغاړي سټيوي وانډرز، دآر اېنډ بي سندرغاړي جان ليجنډ او سندرغاړي شيرل کرو، هم پدغه غونډه کي برخه واخستې وه او په خپلو سندرو يې مېلمانه ونازول.

ټيډ کينيډي غونډي ته د وينا پر مهال«اوباما به ولسمشر سي»
ټيډ کينيډي غونډي ته د وينا پر مهال«اوباما به ولسمشر سي»انځور: AP

د ډيموکراټ ګوند په دغه غونډه کي پر دې خبره ټينګار وسو چي په امريکا کي يوه بدلون ته اړتيا سته. اوباما، د اولسمشرۍ د کانديد په توګه نور پياوړی سو ولي چي دغي غونډي وښودل چي دی په پوره توګه د ډيموکراټ ګوند ملاتړ لري. پدغه غونډه کي د ډيموکراټ ګوند سترو څيرو د ده د پوره ملاتړ اعلان وکړی چي پکښي هيلري کلنټن او ټېډ کېنېډي هم شامل وه. ټېډ کېنېډي چي د جدي ناروغۍ سربيره بيا هم غونډي ته راغلی و، پخپله وينا کي وويل چي اوباما به اولسمشر سي، هغه دخپل ځان سره نوي هيلي راوړي، او زموږ خوب مخ په وړاندي روان دی.

هغه ډيموکراټان چي د ډېنور په تاريخي غونډه کي يې ګډون درلودی د غونډي وروسته ډېر ډاډه او خوشاله ښکارېده.

دجمهورريت غوښتونکو ګوند لخوا د اولسمشرۍ کانديدجان ميکېن، به په راتلونکې اونۍ کي د خپل ګوند په ستره غونډه کي وينا کوي. دا مشکله بريښي چي دی به وتوانيږي چي د ځوان اوباما څخه ښه ننداره وړاندي کړي.خو د ډيموکراټانو د غونډي وروسته جان ميکېن، اوباما،ته مبارکي ورکړې. نوموړي ويلي دي چي: که څه هم چي زموږ نيوکي به په راتلونکو ورځو کي بيا پيل سي، خو د اوس لپاره درته مبارکي وايم او وايم چي سناتوره ډير ښه.