1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما سعودي عربستان ته د سوریې او ایران په اړه ډاډ ورکړ

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سعودي عربستان له پاچا عبدالله سره لیدلي دي. ویل کیږي چې دواړو مشرانو د سوریې د کورنۍ جگړې او ایران د اتومي پروگرام په اړه خبرې اترې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1BYJK
انځور: Reuters

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د سعودي عربستان ۸۹ کلن پاچا ته ډاډ ورکړ چې د سوریې او ایران په برخه کې ریاض او واشنگټن گډ او نزدې موقفونه لري.

د سعود ي عربستان چارواکي په وروستیو وختونو کې د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو د نرمیدو په اړه انديښنه لري. په ایران کې تر ولسمشریزو ټاکنو او د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو وروسته، امریکا متحده ایالاتو پر تهران باندې خپل ځینې بندیزونه نرم کړل. ویل کیږي چې د سعودي عربستان چارواکي له دې کبله اندیښنه لري چې پر ایران باندې د بندیزونو نرمیدل کیدای شي چې تهران ته د لا سختو اقداماتو د ترسره کولو امکان ورکړي.

د سپیې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله اوباما عبدالله پاچا ته ویلي دي چې «امریکا متحده ایالات به د تهران د اتومي پروگرام په برخه کې کومه خرابه معامله و نه کړي». دغه چارواکي همداراز ویلي دي چې اوباما له عبدالله سره په خپلو خبرو کې دا موضوع هم روښانه کړې ده چې «پر اتومي پروگرام باندې تمرکز په دې معنی نه ده چې امریکا د تهران د ناآرامه کوونکو فعالیتونو په اړه اندیښمنه نه ده او هغه ته ډیره توجه نه کوي».

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «زه فکر کوم چې دا مهمه وه چې مخامخ خبرې وشي او دا خبره تشریح شي چې امریکا ژمنه ده چې ایران ته اجازه ور نه کړي ترڅو اتومي وسلې تر لاسه کړي.»

د سوریې کورنۍ جگړه

ولسمشر اوباما او عبدالله پاچا د سوریې د کورنۍ جگړې په اړه هم خبرې وکړې. ویل کیږي چې په وروستیو وختونو کې سعودي عربستان پر امریکا متحده ایالاتو باندې فشار اچولی دی چې د سوریې له مخالفینو څخه خپل ملاتړ ډیر کړي.
امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې د سوریې پاڅونکونکو ته سپکې وسلې او بشري مرستې ورکړي دي. سپینه ماڼۍ دغو پاڅونکوونکو ته د درنو وسلو د ورکولو په برخه کې یو څه شک لري. دا ځکه چې په دغو ډلو کې داسې گروپونه هم شامل دي چې له القاعدې سره اړیکې لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ادارې مرستیال بن رویز، خبریالانو ته ویلي دي چې د اوباما او عبدالله د خبرو یوه مهمه موضوع دا وه چې څرنگه کیدای شي د سوریې منځ لاري پاڅونکوونکي له پوځي او سیاسي لحاظه تقویه شي. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې اوس د سوریې په اړه د امریکا او سعودي عربستان موقفونه سره لا نژدې شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب