1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما سپيني ماڼۍ ته يو مسلمان هلک وربللی

۱۳۹۴ شهریور ۲۶, پنجشنبه

بارک اوباما هغه مسلمان هلک سپيني ماڼۍ ته وربللی دی چي په کور کي ئې اتومات ساعت جوړ کړی او ښوونځي ته ئې له ځانه سره وړی وو، څو ښوونکو ته ئې وښيي، خو د بم جوړلو گومان پرې سوی او پوليسو ته سپارل سوی وو.

https://p.dw.com/p/1GXxB
USA Texas muslimische Schüler-Clock Ahmed Mohamed
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/V. Bryant

د امريکا د تگزاس ايالت په ايروينگ ښار کي مسلمان زده کوونکی احمد محمد د تيري دوشنبې په ورځ هغه اتومات ساعت په ډېري خوشحالۍ سره له ځانه سره ښوونځي ته يووړ چي پخپله ئې په کور کي جوړ کړی وو، څو ښوونکو ته ئې وښيي.

خو ښوونکو ئې گومان وکړ چي هغه د بم جوړولو تلاښ کړی دی او پوليسو ته ئې تليفون کړی، بلاخره پوليس راځي او احمد له ښوونځيه لاس تړلی بيايي.

د دغه خبر له خپرېدو سره سم په ټولنيزو شبکو او امريکايي رسنيو کي لکه هغه بم چي وچوي، نژدې ټولو امريکايانو د احمد ملاتړ وکړ او د ښوونکو هغه فکر چي گويا د دغه هلک نوم احمد او مسلمان دی نو کيدای سي هغه د بم جوړولو خيال ولري، سخت وغانده.

د دغه ۱۴ کلن هلک کيسه په ټولنيزو رسنيو کي د هغه د ملاتړ په مومخه داسي لاس پر لاس سوه چي د چهارشنبې په ورځ د نړۍ مشهوري څېرې، سياستوال او څېړونکي هم د هغه ملاتړ ته راووتل. په دوی کي د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما او هيلري کلنتن څخه نيولې بيا د فيس بوک تر بنسټ ايښوونکي مارک زاکربرگ پوري شامل دي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د سپتمبر ۱۶) د تويتر له لاري په يوه لنډ پيغام کي احمد سپيني ماڼۍ ته وربللی دئ. په دغه پيغام کي راغلي دي: «د احمد جوړ ښه ساعت، غواړې چي هغه سپيني ماڼۍ ته درسره راوړې؟، امريکا ډېر داسي کوچنيان غواړي لکه ته چي له علم سره مينه لرې. دا هغه څه دي چي امريکا ئې په يوه قوی هيواد بدل کړی دئ.»

اوباما د احمد ساعت ښه بللی
انځور: picture-alliance/dpa/P. Marovich

د نيويارک تايمز ورځپاڼي د راپور له مخي اوباما ته نژدې کسانو احمد ته ويلي دي چي يوه مياشت وروسته په سپينه ماڼۍ کي د «نجوم شپې» په مراسيمو کي گډون وکړي. دغه مراسم هرکال د نجوم او فضا په برخه کي څېړونکو، فضا نوردانو، مهندسانو او محصلانو په گډون په سپينه ماڼۍ کي جوړيږي.

د فيس بوک بنسټ ايښوونکي مارک زاکربرگ هم له احمده غوښتي دي چي د ده دفتر ته ورسي. هغه ويلي: «دا چي څوک د دې مهارت ولري چي نوي شيان جوړ کړي بايد وستايل سي نه داچي ونيل سي.»

احمد د پراخ ملاتړ په غبرگون کي ويلي دي: «غواړم په دې سره نه يوازي له ځان بلکي په ټوله نړۍ کي له هغو کوچنيانو سره مرسته وکړم چي له دغه شان ستونزو سره مخامخ سوي دي.»

احمد پر الکتورنيک مين دئ او غواړي انجينر سي. هغه د پنسل قلمونو له يوې قطۍ، الکترونيکي افزارو او يو ديسپلر څخه اتومات ساعت جوړ کړی دئ.

احمد خپل دغه ساعت لومړی د انجينرۍ ښوونکي ته ورښوولی وو چي هغه له ستايلو سره سم ورته ويلي ول، څو نورو ښوونکو ته ئې ونه ښووي چي ستونزي ورته جوړي نه سي. خو د يوې بلي ښوونکي په درسي وخت کي د احمد ساعت زنگ وهي او هغه پر احمد شکمنه کيږي. دغي ښوونکي چي د احمد اتومات ساعت وليد د ښوونځی مدير ته ئې وويل چي پوليس راوغواړي.

تر دې وروسته بيا شپږ پوليس راځي او احمد لاس تړلی له ښوونځيه باسي او دغه پلټني څو ساعته دوام کوي، خو احمد بيا بيرته خپلي کورنۍ ته وسپارل سو.