1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: شتمن باید ډیره مالیه ورکړي

۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/16gWj

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د داخلي بودجې په سر له جمهوري غوښتونکو سره د منازعې په سر حل ته د رسیدو د یوې گړندۍ لارې پر سر ټینگار کړی دی. هغه په راتلونکي اوونۍ کې د دواړو گوندونو مشران د مهمو خبرو اترو له پاره سپیني ماڼۍ ته وربللي دي. اوباما د دویم ځل له پاره د ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته د جمعې په ورځ ویلي وو چې د دولتي لگښتونو د راټیټولو په نوې طرحه کې د شتمنو له خوا د ډیرو مالیو ورکول هم شامل دي.

په متحده ایالاتو کې جمهوري غوښتونکي چې د استازو په مجلس کې اکثریت لري، د مالیو لوړول ردوي. که چیرې په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان په دې اړه یو توافق ته و نه رسیدل، نو په دغه صورت کې به د جنورې د میاشتې څخه په اتومات ډول د مالیو د لوړیدو او د لگښتونو د راټیټدو مرحله اجرا شي.