1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ

سید ریاض (Reuters, AFP, AP)۱۳۹۲ فروردین ۲۳, جمعه

ولسمشر اوباما له بانکي مون سره تر لیدنې وروسته شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې خپل گواښوونکو ویناوو ته د پای ټکی کښیږدي. په عین وخت کې امریکایي چارواکو د اتومي وسلو په اړه تازه رپوټونه رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/18Eir
انځور: Reuters

د متحده ایالاتو او سویلي کوریا دفاعي چارواکو د پینتاګون د استخباراتي ادارې هغه رپوټ رد کړی دی چې په کې ادعا شوې ده چې شمالي کوریا داسې اتومي وسلې لري چې یوازې په توغندي نصبیدلو ته اړتیا لري.

دغه ارزونه د پنجشنې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل میاشتې ۱۱ نیټه) د کانګرس په استماعیه غونډه کې شوې وه او په کې ویل شوي وو چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي اداره په دې باور ده چې شمالي کوریا داسې اتومي وسلي لري چې پر «بالستیک» توغندیو نصبیدای شي.

په دغه رپوټ کې دا خبره هم راغلي وه چې د شمالي کوریا دغه توغندي به ډیر د اعتماد وړ او دقیق نه وي، خو دا لومړی ځل وو چې دغه شان یوه ارزونه عامه محضر ته راایستل شوې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون، سره په سپینه ماڼۍ کې تر لیدنې وروسته وویل: «هیڅوک نه غواړي چې د کوریا په ټاپو وزمې کې شخړه وویني. خو امریکا دې ته چمتو ده چې د لازمو ګامونو په پورته کولو سره له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»

اوباما خبریالانو ته وویل: «موږ دواړه [اوباما او د بانکي مون] پر دې خبره سره سلا یو چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې شمالي کوریا خپل دښمنانه روش ته د پای ټکی کښیږدي. دا د نړۍ د بل هر هیواد په څیر د شمالي کوریا له پاره هم مهمه ده چې بنسټیز قوانین او اصول په پام کې ونیسي.»

د G8 غونډې د پیونګ یانګ اتومي فعالیتونه وغندل

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د G8 هیوادونو چې بریتانیا، کانادا، فرانسه، آلمان، ایتالیا، جاپان، روسیه او د متحده ایالات په کې شامل دي د شمالي کوریا اتومي فعالیتونه وغندل.

د G8 هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې هغوې «په سختو ټکو کې د شمالي کوریا له لوري د خپل اتومي وسلو او بلستیک توغندیو د پرمختګ پروګرامونه او همداشان د یورانیمو غني کول غندي.»

د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي وو چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له څلورو قراردادونو څخه «مستقیمه سرغړونه» کړې ده. د هغوې په وینا دغه هیواد باید له نورو پارونکو اعمالو څخه ډډه وکړي او یا دې د نورو بندیزونو له خطر سره ځان مخامخ کړي.

د پنجشنبې په ورځ د سویلي کوریا دولتي رسنۍ د پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی وو چې ښایي شمالي کوریا د توغندیو آزموینې تر سره کړي. د روان کال د فبروري په میاشت کې د پیونګ یانګ له لوري د دریمې اتومي آزموینې د تر سره کیدو وروسته ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا باندې نوي بندیزونه وضع کړل.