1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما عراق ته عسکر لېږي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما ويلي دي چي عراق ته عسکر لېږي. تر دې دمخه په عراق کي د ياغي ډلو د پرمختگ سره سره اوباما ويلي ول چي عراق ته به پلی ځواک نه لېږي. دغه عسکر د جنگ له پاره هم مجهز سوي دي.

https://p.dw.com/p/1CJb3
انځور: Reuters

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما کانگرس ته په يوه ليک کي کښلي دي چي په عراق کي د امريکايي وگړو او امریکا سفارت د ستالو له پاره به دغه هیواد ته ۲۷۵ عسکر ولېږي. په دغه ليک کي راغلي دي چي د عسکرو لېږد د يکشنبې له ورځي راهيسي پيل سوی دی. که چيري اړتياوي دغه عسکر د جنگ له پاره هم مجهز سوي دي.

له ۲۰۱۱م کال راهيسي امريکا په عراق کي هيڅ جنگي عسکر نه لري. خو له هغه وخت راهيسي چي د داعش ډلي په عراق کي ورځ تربلي پرمختگ کړی په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت د پام وړ بدتر سوی دی.

دغي ډلي په تيرو څو ورځو کي د عراق يوه برخه په خپل کنترول کي راوستې ده. د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس په خپل ليک کي کښلي دي چي دغه عسکر به تر هغه وخته پوري په عراق کي پاته سي، څو په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه وي بلل سوی.

په بغداد کي د امریکا سفارت پرانيستی پاتيږي

سپيني ماڼۍ ويلي دي چي دغه ځانگړي عسکر به د بغداد له سفارت څخه په اربيل، بصره او اردن په امان کي کونسلگريو ته د کارکوونکي په انتقالولو کي مرسته وکړي. خو په بغداد کي به نمايندگي پرانيستې پاته وي او اکثره کارکوونکي به هلته پاته سي.

د عراق لومړي وزير نوري المالکي په دغه هيواد کي د امريکايي ځانگړي ځواک له مېشتېدو سره موافقه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت پنتاگون د معلوماتو له مخي د يکشنبې په ورځ نزدې ۱۷۰ تنه عسکر بغداد ته رسېدلي دي. د پنتاگو له خوا په ورکړل سوو معلوماتو کي راغلي دي چي نزدې ۱۰۰ تنه نور عسکر د اړتيا په وخت کي د هوايي ډگر د ساتلو لوجستيکي ملاتړ او امنيت ټينگولو کي تيار سوي دي.

تر اوسه پوري په عراق کي له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پوري امریکايي عسکر موجود ول چي په دغه هيواد کي يې د امريکايي تاسيساتو ساتنه کوله او د عراق امنتي ځواک ملاتړ يې کاوه.

د فارس خليج ته د امریکا د نورو جنگي کښتيو لېږل

د فارس خليج ته د سمندري ځواکونو الوتکي وړونکي کښتۍ «جورج اچ، ډبليو بوش» تر لېږلو وروسته واشنگټن د دوشنبې په ورځ د «يو اس اس مسا ورده» جنگي کښتۍ هم لېږلې ده.

دغه کښتۍ په اوبو او وچه کي عمليات کولای سي او يوه داسي الوتکه هم لېږدوي چي ځای پر ځای الوزي او کښېني. سربيره پردې په دغه کښتۍ کي ۵۵۰ تنه سمندري عسکر هم ځای پر ځای سوي دي.

د کړکېچ او داعش وسله والي ډلي د پرمختگ په اړه د تهران او واشنگټن تر څرگندونو وروسته په لومړي وار د ايران او امریکا متحده ايالاتو استازو د دوشنبې په ماښام د افراطيانو پرضد دوه اړخيزه تياري ته اشاره کړې ده.