1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي امریکا د چاپيريال ساتني مخکښ شي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبه

کارپوهان وایي چي اوباما ښايي کافي وخت ولري چې هغو اهدافو ته ورسیږي چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې د خپلې ادارې له پاره ټاکلي دي. اوباما غواړي چې د امریکا د انرژۍ په بټیو کې د کاربن دای اکساید د تولید کچه راکمه کړي.

https://p.dw.com/p/18wgX
U.S. President Barack Obama wipes his forehead as he speaks about his vision to reduce carbon pollution while preparing the country for the impacts of climate change while at Georgetown University in Washington, June 25, 2013. REUTERS/Larry Downing (UNITED STATES - Tags: POLITICS ENVIRONMENT) / Eingestellt von wa
USA / Barack Obama / Schweiß / Rede zum Klimaschutzانځور: Reuters

امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې په ډیرو نړیوالو کنفرانسونو کې د چاپیریال ساتنې پر پالیسو باندي ډیر ټینگار نه کاوه خو اوس د دغه هیواد ولسمشر بارک اوباما، وایي چې هغه غواړي په دې برخه کې خپلې هلې ځلې یو ځل بیا ډیرې کړي.

اوباما د سه شنبې په ورځ د واشنگټن په جورج تاون پوهنتون کې د چاپیریال په اړه په خپله وینا کې وویل: «زما اداره به په نړیواله کچه د عملي گامونو د پورته کولو له پاره، داسې یوه تړون ته د رسیدو په موخه خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي، چې له مخې یې زموږ نړیوال متحدین یوې موافقې ته ورسیږي. »

د گلخانه یی گازونو پر ضد مبارزه

د چاپیریال په اړه د اوباما په پلان کې د متحده ایالاتو د انرژي په بټیو کې د کاربن دای اکساید [CO2] د تولید د کچې کمول هم شامل دي. د انرژي دغه بټۍ چې په ډیرو کې یې له سکرو څخه کار اخیستل کیږي، د امریکا متحده ایالاتو یو پر دیریمه برخه گلخانه یی گازونه تولیدوي.

ولسمشر اوباما پخپله بیانیه کې پر دې خبره باندې هم ټینگار وکړ چې هغه غواړي د داسې تکنالوژیو لا ډیر ملاتړ وکړي، چې له چاپیریال سره مرسته کوي. په دغو تکنالوژیو کې د باد او لمر په مرسته د بریښنا تولیدول هم شامل دي.

په واشنگټن کې د German Marshall Fund سازمان غړي پاول بلیدسوی، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «دا تر اوسه پوري د چاپیریال په برخه کې په نړیوال او کورنۍ کچه د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لویه ژمنه ده.»

بلیدسوی زیاتوي: «اوس د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر نه یوازي غواړي چې د انرژي په بټیو کې د گلخانه یي گازونو د تولید کچه راټیټه کړي، بلکې همداراز غواړي د دغه گاز له نورو نړیوال تولیدوونکو لکه چین او روسیې سره هم خبرې وکړي، ترڅو هغوی هم په دې برخه کې خپلې هڅې وکړي.»

وخت له لاسه د تلو په حال کې دی

اوس چین د امریکا متحده ایالاتو په پرتله دوه برابر او د اروپايي ټولني درې برابره گلخانه یي گازونه تولیدوي. که څه هم اوباما وویل چې هغه به د گلخانه یی گازونو د تولید د کمولو په موخه له خپلو نړیوالو متحدینو سره خبري وکړي، خو هغه دا خبره روښانه نه کړه چې د دغو خبرو اترو محتوا به څه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په ۲۰۰۹ کال کې د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاگن کې د چاپیریال په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی وو چې پکې ولسمشر اوباما او نورو دولتي مشرانو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به په نړیواله کچه د گلخانه یي گازونو د تولید کچه د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۱۷ سلنه راکمه کړي.

کارپوهان وایي چې د اوباما وروستۍ وینا په کوپنهاگن کې د ټاکل شوي هدف پر لور یو لوی گام وو. کارپوهان وایي چې اوباما کولای شي په خپلو پاته درو کلونو کې د چاپیریال په برخه کې خپلو ټاکل شویو هدفونو ته ورسیږي.

د اوباما نوی پلان د کانگرس تصویت ته اړتیا نه لري

د چاپیریال په اړه د اوباما نوی پلان د امریکا متحده ایالاتو د کانگرس تصویب ته اړتیا نه لري. پنځه کاله مخکې هم اوباما د چاپیریال ساتنې په اړه یو پلان جوړ کړی وو. هغه وخت باید د امریکا کانگرس د اوباما پلان تصویب کړی وای. هغه وخت اوباما غوښتل چې د کاربن دای اکساید پر تولید باندي مالیات وضع کړي.

کارپوهان وایي دا چې اوس د اوباما د چاپیریال پلان د کانگرس تصویبیدو ته اړتیا نه لري، نو دا د وخت د ضایع کیدو مخه نیسي او په دې ترتیب سره اوباما ته د خپلو پلانونو د پلي کولو په موخه لا ډیر وخت ورکوي.

د چاپیریال په برخه کي کارپوه دانیل کیسلر، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دا ډیره مهمه خبره ده چې سړی د کاربندای اکساید پر تولید باندې مالیات وضع کړي. موږ نه شو کولای چې هغو کسانو ته چې زموږ چاپیریال خرابوي اجازه ورکړو چې دا کار د پېسو له ورکو پرته وکړي.»