1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي په عراق کي پلي عمليات پيل سي

dpa۱۳۹۳ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د امريکا جمهور رئيس له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره په مبارزه کي د کانگرس ملاتړ غواړي. يوه پريکړه کولای سي چي د راتلونکو درو کلونو له پاره د پلي عسکرو عملياتو ته هم اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1EZsu
انځور: picture-alliance/epa/M. Reynolds

د امریکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما له کانگرس څخه غوښتي دي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزه کي د يوه محدود شمېر پلي عسکرو ماموريت تائيد کړي.

اوباما د چهارشنبې په ورځ پر کانگرس ږغ کړی دئ، چي په عراق او سوريه کي په راتلونکو درو کلونو کي په خاصو شرايطو کي د پلي عسکرو ماموريت ته هم اجازه ورکړي.

هغه په عيني حال کي روښانه کړې ده چي خبره پر دې باندي نه ده چي «يووار بيا دي د افغانستان او عراق په شان مځکنی جگړه پيل سي.»

هغه زياته کړې ده: «موږ باید انعطاف پذيره اوسو او په عيني حال کي به په ډېر غور سره پر مخ ځو.» د خاصو شرايطو څخه د هغه موخه په دغو سيمو کي د پوځيانو او د هغوی د شريکانو ژغورل او د «اسلامي دولت» ډلي پر مشرتابه باندي يرغل کول دئ.

اوباما په سپينه ماڼۍ کي په وينا کي چي خپل مرستيال جو بايدن، د بهرنيو چارو د وزير جان کيري او د دفاع وزير چاک هېگل حاضر ول وويل: «زموږ شريکان په تعرضي حالت کي دي، دښمن په دفاعي او اسلامي دولت ډله بايلونکې ده.» هغه ويلي دي چي بريا يقيني ده. اوباما زياته کړې ده چي «زموږ ماموريت به بريالی وي.»

اوباما ويلي دي چي غوښتل سوی درې کلن ماموريت د «اسلامي دولت» ډلي پرضد جنگ د مهلت په معنی نه دئ.

کانگرس به پر دغي اجازه نامې باندي يووار بيا غور کوي. دا چي دغه اجازه به د کانگرس له خوا ورکړه سي تر اوسه پوري معلومه نه ده. د کانگرس اکثريت جمهوري غوښتونکي دي. لکه په جمهوريت غوښتونکو کي په ديموکراتانو کي هم داسي کسان سته چي پر دې باندي نيوکي کوي.

امريکا تر اوسه پوري د خپلو شريکانو په گډون د «اسلامي دولت» ډلي پرضد يوازي هوايي بمبارۍ کوي. د دغي ډلي پرضد مځکنی جنگ اوباما په وارو وار رد کړی وو.

اوباما کانگرس ته په یوه لېږل سوي ليک کي ويلي دي چي «اسلامي دولت» ډله د سيمي او امریکا ملي امنيت ته گواښ ده. هغه ټينگار کړی دی چي همدا اوس غواړي د دغي ډلي پرضد يرغل وکړي. خو دی غواړي چي «له کانگرس سره په گډه کار وکړي او د دواړو گوندونو اجازه ترلاسه کړي.»